۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لیندسي وايي، دغه هېواد د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره له دواړو خواوو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت يکشنبه د لړم پر ۲۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لیندسي دغه موضوع د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر له رییس ملا عبدالواسع سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې مطرح کړې ده.
د فطرت په وینا، د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي چې ډېر ژر به له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي، څو د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو او تفاهم زمینه برابره شي.
لیندسي همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د بریتانیا د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې، ملا عبدالواسع له افغانستان سره د بریتانیا د بشري مرستو او د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د ترينګلتياوو د کمولو لپاره د دغه هېواد د هڅو ستاینه کړې ده.
هغه ویلي چې طالبان له هېوادونو سره د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو غوښتونکي دي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو ملاتړ کوي.






