٨صبح، کابل: د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو څخه غوښتي چې د دغه وزارت تر نظر لاندې دې استادان وګماري.
سرچینو پنجشنبه د سلواغې پر ١١مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، طالبانو ټولو خصوصي پوهنتونونو ته په یو لیک سپارښتنه کړې چې له دې وروسته دې استادان د دغې ډلې د لوړو زدهکړو وزارت له خوا وټاکل شي.
سرچینې زیاتوي، د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت غواړي چې له دولتي پوهنتونونو وروسته په خصوصي پوهنتونونو کې هم خپل ملایان ځایپرځای کړي.
د یادونې ده چې طالبانو په تېرو څو اوونیو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه د پوهنتون لسګونه استادان ګوښه کړي او پر ځای یې خپل ملایان ټاکلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته د پوهنتون ډېری استادان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.





