۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمهییزې سرچينې وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د علماوو شورا غړي، ریاضالله حقاني د خصوصي پوهنتونونو مسوولانو ته شپارښتنه کړې چې په خپلو پوهنتونونو کې د دغې ډلې ملاتړي استادان پر دندو وګوماري.
حقاني دا موضوع دوشنبه د تلې پر ۱۶مه په هغې غوڼده کې چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د خصوصي پوهنتونونو مسوولانو په حضور کې جوړه شوې وه، مطرح کړې ده.
هغه همداراز د خصوصي پوهنتونونو له مسوولانو غوښتي چې زدهکړیالان د طالبانو ملاتړ ته وهڅوي.
د سرچينو په وینا، ګڼ شمېر زدهکوونکي او زدهکړیالان د دغې ډلې د رژیم خلاف دي.
له دې مخکې هم طالبانو په هېواد کې پر خصوصي پوهنتونونو او ښوونیزو بنسټونو بندیزونه لګولي وو.
شاوخوا دوه کاله مخکې د طالبانو امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت اعلان کړی و چې له خصوصي ښوونیزو بنسټونو دې څارنه ډېره شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي ښوونیزو بنسټونو د فعالیتونو څارنې په موخه د هر پوهنتون لپاره یو ځانګړی استازی ټاکلی دی.





