لاریون کوونکي په انفرادي خونو کې؛ زنداني نجونې د درملنې اجازه نه لري

د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته ښځو او نجونو د دغې ډلې د ظالمانه او توپیري سیاستونو په وړاندې پراخ او پرلپسې لاریونونه پیل کړل. خو په دې موده کې د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره طالبانو په پرلپسې ډول لاریونوال ځپلي او بندیان کړي یې دي. دغې ډلې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې څو لاريون کوونکې نجونې ونيولې او د هغوى برخليک لا هم معلوم نه دى. دغه راز په دې وروستيو کې د پوهنتون يو استاد په رسنيو کې د څرګندونو له امله او يوه د کور مېرمن هم له مقاومت جبهې سره د تړاو په تور نیول شوې چې د هغوي په هکله هم کوم معلومات نشته. ۸صبح ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي، چې ښيي د طالبانو په زندان کې لاریون کوونکي نجونې ناروغه دي او روغتون ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي. دا لاریون کوونکې په ناروغ حالت کې په انفرادي خونو کې بندي دي، او د دوی په مخونو کې د «ناهیلۍ» نښې هم لیدل کېږي.

په افغانستان کې د واکمنۍ له لارې، طالبانو خپل ځپونکي سیاست پلی کړی او د لاریون کوونکو او مخالفینو نیولو ته یې دوام ورکړی دی. که څه هم دغه ډله د محرم په درلودلو او په ټولنه کې د ښځو پر نه شتون ټینګار کوي، خو د دې ډلې جنګیالي بیا په خپلو موټرو کې لاریون کوونکي ښځې او نجونې چې محرم هم نلري، لېږدوي او ښځې هم په هغو زندانونو کې ساتي چې نارینه هم پکې ساتل کېږي.

دغې ډلې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د لاریون کوونکو له ډلې څخه یوه ظریفه یعقوبي له خپلو څلورو نارینه همکارانو سره یو ځای ونیوله. له دې نيول کېدو دوه ورځې وروسته يوه بله لاريونواله فرحت پوپلزي هم د طالبانو له لوري ونيول شوه، چې اوس په زندان کې د ناروغۍ پر بستر پرته ده او تر اوسه يې هېڅ ډول درملنه نه ده شوې. ۸صبح ورځپاڼې له معتبرو سرچینو سره په خبرو کې موندلې، چې ظریفه یعقوبي او فرحت پوپلزی دواړه د طالبانو د ۴۰ استخباراتو ریاست په انفرادي خونو کې د ساتلو له امله ناروغې شوې دي.

په دې راپور کې د لاریون کوونکو نجونو تر څنګ د یو شمېر نورو بندیانو وضعیت هم څېړل شوی دی. د بندیانو کورنیو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دغو بندیانو په خلاصون کې مرسته وکړي. پدې وروستیو کې پروېز خلیلي چې د پوهنتون یو استاد و، په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی . د هغه میرمن او دوه نیم کلن ماشوم اوس بې برخلیکه او په خراب حالت کې دي. په دې راپور کې د هر یو وضعیت په جلا توګه بیان شوی.

ظریفه یعقوبي او د هغې همکاران

ظريفه يعقوبي يوه له هغو لاريون کوونکو مېرمنو څخه ده چې د پنجشنبې په ورځ د لړم په ١٢مه د طالبانو له خوا له خپلو څلورو نارينه همکارانو سره د کابل په لوېديځ کې د يوې خبري غونډې پر مهال ونيول شوه. یعقوبي او یو شمیر نورو میرمنو غوښتل چې «د مساوات لپاره د افغان ښځو غورځنګ» شتون اعلان کړي، چې پدې وخت کې دوی د طالب جنګیالیو لخوا ونیول شول. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې نوموړی د طالبانو د ۴۰ ریاست په انفادي خونه کې ساتل کېږي او روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د درد او ناروغۍ له سختوالي سره سره دغه ښځينه لاريون واله تر اوسه روغتون ته نه ده لېږدول شوې او رواني حالت يې هم خراب دى. پر ظریفه یعقوبي سربېره د هغې څلور نارینه ملګري هم د طالبانو په بند کې دي چې ۸صبح ورځپاڼه نده توانېدلي د هغوي په هکله کره معلومات ترلاسه کړي؛ خو سرچینې تاییدوي چې دوی لا هم د طالبانو په بند کې دي.

فرحت پوپلزۍ

فرحت پوپلزۍ له لاریون کوونکو نجونو څخه ده. د پنجشنبې په ورځ د لړم  په ۱۹مه، هغه او پلار یې طالبانو د کابل ښار یوې ناحیې ته ور وبلل. دې ډلې د هغې ګرځنده تلیفون پلټلی او بیا یې ونیوله. اوس باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي چې نوموړې سخته ناروغه ده. د سرچینې په خبره فرحت «تبه لري او سینه بغل شوی، د هغې روغتیايي او رواني حالت ډېر زیات خراب شوی». د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه په ​​دې حالت کې هم په يوازيتوب کې ساتل کېږي او روغتون ته د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو ويلي، چې دوى په زندان کې ډاکټر لري او له زندانه يې د لېږدولو اړتيا نه لیدل کېږي.

حمیرا یوسف

حمیرا یوسف د پنجشیر ولایت اصلي اوسېدونکې ده. هغه د ښځو د حقونو فعاله ده او د خلکو په وړاندې د طالبانو د تګلارو ضد ده. د ښځو د حقونو دغه فعاله شاوخوا دوه مياشتې مخکې د کابل ښار له يوولسمې ناحيې څخه د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا ونيول شوه. د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړى د طالبانو د استخباراتو په ٩٠ریاست کې بندې ده او ټليفون يې د طالبانو د زندان له ساتونکو سره دى او هيچا ته د خبرو او ملاقات اجازه نه ورکول کېږي. سرچینه زیاتوي، چې دغې مېرمنې په کابل کې د «راه‌ حق» په نوم یوه مدرسه جوړه کړې او په دغه مدرسه کې په تدریس بوخته وه.

عارفه

عارفه د شاه عالم لور، د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ د عبدالله خېلو درې اصلي اوسېدونکې او د کور مېرمن ده. سرچینه زیاتوي، چې د مېرمن عارفه مېړه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په همدې ولایت کې اوسېږي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړې ٤٥ کلنه ده او درې زامن او دوه لوڼې لري. سرچينه زياتوي، چې دغه ميرمن د سه شنبې په ورځ د لړم میاشتې په ٢٤مه، هغه مهال د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شوه، چې غوښتل يې پنجشېر ته ولاړه شي او له يوې اونۍ وروسته کابل ته ولېږدول شوه، چې تر اوسه يې برخليک ندې معلوم. د سرچينې د معلوماتو له مخې، قوماندان دادالله او ورور يې حاجي ملک خان دره د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي، چې طالبانو نوموړې له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی ده. سرچينه زياتوي چې مېرمن عارفه له کوم سياسي حرکت او ډلې سره تړاو نه لري او يوازې د خپلو خپلوانو د لېدلو لپاره پنجشېر ته روانه وه.

الاهه دلاورزي

الاهه دلاورزي په افغانستان کې د طب پوهنځي محصله وه. په رسنیو کې د هغې د څرګندونو له مخې، نوموړې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند سعید خوستي له خوا په زور واده شوې وه. نوموړی د بشري حقونو د سازمانونو په مرسته پاکستان ته له هغه وروسته انتقال شوه چې پر بدن یې د شکنجې او وهلو ټکولو نښې ښکاره کړي. خو د هغې کورنۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR) ) ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي: هغه ټیم چې هغه یې پاکستان ته لېږدوله طالبانو ته یې د هغې ځای په ډاګه کړی. د دلاورزي د کورنۍ د ادعا له مخې نوموړې د حقاني شبکې له خوا د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه تښتول شوې او کابل ته لېږدول شوې ده. د دلاورزي کورنۍ هم د هغې روغتیايي حالت نازک بللی دی.

پرویز خلیلي

پرویز خلیلي په ۱۳۷۰ هـ ش کال د کاپیسا په ولایت کې زېږېدلی او سیاسي علوم یې لوستي دي. ښاغلی خلیلي د پوهنتون استاد او د سیاسي مسایلو شنونکی دی. د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته هغه په کابل کې پاتې شو او په تصویري او غږیزو رسنیو کې یې د طالبانو پر تعصبي او افراطي سیاست نیوکې کولې. خلیلي د یکشنبې په ورځ د لیندۍ میاشتې په ۱۳ مه سهار شاوخوا شپږ بجې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا په کابل کې له خپل کور څخه ونیول شو. د ښاغلي خلیلي خپلوان وايي، چې له اوو ورځو وروسته لا هم د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه لري او د مېرمنې په ګډون یې د کورنۍ هېڅ غړي هم ورسره اړیکه نه ده نیولې. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پوهنتون د دغه استاد مېرمن له خپل ماشوم سره په کور کې يواځې ژوند کوي او د خپل خاوند له وضعيت په هکله ډېره اندېښمنه ​​ده. يوه نږدې سرچينه وايي، چې د دغه پوهنتون د استاد مېرمن د مېړه له نيول کېدو وروسته ناروغه شوې او رواني حالت يې هم خراب دى. د هغې خپلوانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د خلیلي په خوشې کولو کې مرسته وکړي.

مرتضی کریمي

مرتضی کریمي د بلخ ولایت د ژورنالیزم پوهنځي محصل دی. ښاغلي کریمي د دوشنبې په ورځ د میزان په ۱۱ مه د بلخ پوهنتون د ښځینه محصلینو د لاریون مطبوعاتي پوښښ کې ګډون کړی و. په همدې ورځ هغه او یو شمېر لاریونوالې نجونې ونیول شوې. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو نوموړی له هغه رسنیو سره په همکارۍ تورن کړی، چې دا ډله یې د داخلي امنیت پر ضد کار کوونکي رسنۍ بولي. دغه سرچینې وايي چې مرتضی شاوخوا یوه میاشت وړاندې د خپل تره تر وژل کېدو وروسته کابل ته لېږدول شوی و. د سرچینې په وینا «مرتضی کریمي د دایکندي له یوې بېوزله کورنۍ څخه دی او مور یې د زوي د یندې کیدو له امله ناروغه شوې او په روغتون کې ده». سرچینه زیاتوي، چې د مرتضی کریمي تره حسین کریمي د هغه له نیول کېدو وروسته د هغه د خوشي کولو هڅه کوله، خو د وراره تر نیول کېدو څو ورځې وروسته په مرموز ډول ووژل شو. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي: «هغه ډېر پورته او ښکته شو. یوه ورځ زنګ روته راځي او ورته وایې چې دوه نیم لکه افغانۍ راوړه او راشه وراره دی له ځان سره بوزه. هغه د بلخ په ولسوالۍ کې چمتال ته څېرمه د چاقو په واسطه وژل شوی دی». دغه سرچینې وايي چې له ډېرو هڅو سره سره لا هم د مرتضی کریمي د وضعیت او برخلیک په اړه معلومات نه لري او د هغه د ژوند په اړه ډېر اندېښمن دي.

خپلو کورنیو ته د بندیانو د جسدونو سپارل

په تېره یوه میاشت کې طالبانو د څو بندیانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي دي. دغه کسان پخوا د طالبانو د ډلې د ځواکونو له خوا نيول شوي وو. دې ډلې په دې وروستیو کې په غور کې د یوه قومي مشر او زوی جسدونه د هغه کورنۍ ته وسپارل. د دغو دوو کسانو د وژل شویو جسدونو انځورونه چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلي ښيي چې د بدن غړي یې پرې شوي دي. سرچينې د لیندۍ په ١٤مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د احمد خان رسولي او د هغه د زوى مړي تېره شپه د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار په الندر سيمه کې موندل شوي دي. احمد خان او زوی یې د میزان په لومړیو کې په غور کې د طالبانو له خوا نیول شوي و. تر دې وړاندې هم د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه ورته راپورونه خپاره شوي چې طالبانو د بندیانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارلي دي. ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي او نورو بنسټونو، هیوادونو او اشخاصو د اعتراض کوونکو نجونو او نورو بندیانو د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه کړې چې د طالبانو لخوا د دوی په کړنو د نیوکې له امله بندیان شوي دي. طالبانو ویلي دي چې دغو لاریون کوونکو ته «له هیواده بهر لارښونه» کیدله.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان خپله واکمني ټینګه کړه، پر ښځو يې پراخ محدوديتونه ولګول، چې له امله يې ښځې په بشپړه توګه له عامه ډګر څخه ليرې شوې. دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو ترڅنګ له افغانانو د رسنیو او بیان ازادي هم سلب کړې او هر هغه څوک چې په رسنیو کې د دوی پر سیاستونو نیوکه وکړي نیول او سزا ورکول کېږي. پر دغو نارینه او ښځینه لاریون کوونکو او منتقدینو سربېره، د دې ډلې په زندانونو کې ډیرې نورې ښځې او نجونې هم شته، چې په دې راپور کې پرې بحث نه دی شوی.

ورته لیکنې

Back to top button