۸صبح، کابل: د طالبانو د رژيم چارواکو په فراه ولایت کې د قطر هېواد له لوري، د مرغانو د يوه روزنيز فارم د جوړولو خبر ورکړی.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغې ادارې لپاره د طالبانو عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن د يوه پلاوي په ملتيا له دغه فارم څخه لیدنه کړې ده.
يادې ادارې د دغه فارم په اړه زياته کړې، چې د الغرافې په نامه د قطر د يوه خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو دغه پلاوي د څاړي (حبارې) په نوم د مرغانو د روزنې له فارم څخه لیدنه وکړه او ۳۰۰ مرغان یې طبیعت ته ازاد کړل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې مراسمو کې د فراه لپاره د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو، د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې مشر شیخ علي بن عبدالله الثاني او خبریالانو ګډون کړی و.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د ياد شوي فارم او پکې د روزل کيدونکو مرغانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
خبرپاڼه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې لپاره د طالبانو د عمومي رئیس له قوله لیکي، چې د طالبانو رژيم په هېواد کې د هر ډول ژويو او نادره مرغانو ښکار بند کړی دی.
دغه طالب مقام د قطر د الغرافه مؤسسې د فارم جوړول ستایلي، خو نه یې دي ویلي، چې دغه فارم په کومو شرايطو جوړ شوی او نور جزییات یې څه دي؟
د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې په فراه کې د قطر د الغرافې موسسې په اړه همدومره ويلي، چې ياد شوی فارم په وروستیو کې د مرغانو د نسل د ډیروالي په موخه جوړ شوی.
په افغانستان ؛ په ځانګړي ډول لویدیزو ولایتونو کې چې د نادرو مرغانو په لرلو مشهور دي، د عربي هېوادونو د ورته ادارو او اشخاصو د ورته شکمنو فعاليتونو په اړه له څو کلونو راهيسې راپورونه ورکړل شوي.
د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د افغانستان لویدیز ته د عربي هېوادونو د اتباعو د راشه درشې د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي.
طالبانو په دې اړه د خلکو انديښنو ته مشخص ځوابونه او په دې اړه د کړو هوکړو جزییات نه دي روښانه کړي.