۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد استازي د افغانستان په اړه د مسکو په امنیتي ناسته کې د هند د حضور له امله په دې ناسته کې ګدون نه دی کړی.
د ډان د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پنجشنبه د فبرورۍ پر نهمه نېټه د دغه وزارت په اوونیزه خبري ناسته کې ویلي، چې هېواد یې کولای شي په هغو غونډو کې، چې «په رغنده توګه» د افغانستان په سوله کې مرسته کوي، ګډون وکړي.
پاکستان د هند پر سیاستونو په نیوکې سره څرګنده کړې، چې نوی ډیلی دغه غونډې د خپلو پروګرامونو د پرمخ بېولو لپاره کاروي.
په همدې حال کې یوه بل پاکستاني چارواکي ویلي، د افغانستان په تړاو په هغو ناستو کې به ګډون ونه کړي چې د هند په ګډون ترسره کېږي.
د پاکستان دولت دغه چارواکي چې د خپل نوم له اخیستو یې ډډه کړې، له افغانستان سره د هند تعامل لاسوهنه بللې او ویلي یې دي، د دې وېره شته چې نوی ډیلی وکولای شي له افغانستانه په سیمه کې د ځای پیدا کولو او له پولو اخوا د خپل ځواک د ښکارولو لپاره کار واخلي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څرګنده کړې: «موږ به په دې ډول ناستو کې د ګډون لپاره هڅو ته دوام ورکړو او له خپلو شریکانو سره په تعامل به په افغانستان کې له سولې او ثبات سره د مرستې لپاره دوام ورکړو.»
د افغانستان د امنیت شورا د سلاکارانو پنځمه څو اړخیزه ناسته د چهارشنبې پر ورځ د روسیې، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د لوړپوړو امنیتي چارواکو په حضور په مسکو کې ترسره شوه.
د ویلو ده، چې په دې ناسته کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې او ګډونوالو یې، په افغانستان له امنیتي وضعیته اندېښنه څرګنده کړه او په دې هېواد کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.