قطري منځګړو د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې نوې طرحې مسوده تهران ته وړاندې کړې ده. په دې طرحه کې د کړکېچ کمولو او د ښکېلو لورو ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره اووه ورځنی مهالوېش شامل دی.
رویټرز چهارشنبه د اکټوبر پر ۲۸مه، راپور ورکړی چې د دې طرحې مسوده د یکشنبې په ورځ ایران ته سپارل شوې او تهران یې د ارزونې په حال کې دی. تمه ده چې ایران د اوونۍ تر پایه دې وړاندیز ته ځواب ورکړي.
قطر او پاکستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب هڅې رهبري کوي. دې جګړې پر نړیوال سمندري لېږد رالېږد او د تېلو پر عرضې اغېز کړی او سعودي عربستان او یمن ته هم غځېدلې ده.
د دې طرحې له مخې، ایران او امریکا باید د اوو ورځو په موده کې د باور د زیاتولو لپاره یو لړ اقدامات وکړي. ټاکل شوې ده چې څو هېوادونه د هوکړې د پلي کېدو ضمانت هم وکړي.
خو یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي چې قطر یوازې «د نه منلو وړ نظریات» وړاندې کړي دي. د هغه په وینا، دغه موارد رسمي وړاندیزونه نه دي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران دریځ نه دی بدل شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران لا هم له منځګړو سره په اړیکه کې دی او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته فرصت ورکوي.
قطر د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره نوې طرحه وړاندې کړه





