زه تل د ډاکټر تېتسو ناکامورا په اړه فکر کوم؛ هغه ډاکټر چې افغانستان ته د ناروغانو د درملنې لپاره راغلی و، خو وروسته په دې پوه شو چې لوږه او د خوراکي توکو د تولید لپاره د اوبو نشتوالی د خلکو د کړاوونو او ناروغیو له اساسي لاملونو څخه دي. هغه په داسې هېواد کې چې سیندونه او د کرنې اوږد تاریخ لري، د خلکو لپاره د ډوډۍ تولید هم د مرستو په لومړیتوبونو کې راووست. ناکامورا پوه شوی و چې د وچو ځمکو د بېرته ابادولو لپاره تل لویو بندونو ته اړتیا نه وي؛ مناسب ابګیرونه، د زړو ویالو بیارغول او په مناسب وخت کې کرنیزو ځمکو ته د روانو اوبو رسول د زرګونو کورنیو ژوند بدلولی شي.
هغه په ننګرهار کې د کروندګرو په ګډون د اوبو ویالې جوړې کړې او وچې ځمکې یې بېرته کرنې ته چمتو کړې. د هغه د کار پیغام روښانه و: لنډمهالې خوراکي مرستې د خوراکي توکو د دوامدار تولید ځای نه شي نیولای. ناکامورا د ۱۳۹۸ کال د قوس پر ۱۳مه، له خپلو پنځو افغان همکارانو سره ووژل شو، خو هغه پوښتنه چې د ده ژوند او کار راپورته کړې وه، لا هم پر خپل ځای پاتې ده: ولې کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسول او د خلکو دسترخوان ته د ډوډۍ برابرول د افغانستان د اقتصاد اساسي محور ونه ګرځېد؟(۱)
ناکامورا نه د دولت مشر و او نه د اقتصاد وزیر؛ هغه یو ډاکټر و چې د یوه ناروغ له درملنې هاخوا یې د ټولنې د دردونو درملنه خپل لومړیتوب وګرځاوه. هغه په داسې خیالونو کې نه و ډوب چې له بېوزلۍ او لوږې ځورېدلی افغانستان له پاریس سره پرتله کړي او د خلکو د تشو نسونو د مړولو پر ځای د میترو جوړولو خوبونه وویني. هغه د ټولنې رښتینی حالت درک کړی و او په عمل کې یې وښوده چې له لوږې او د خوړو له ناامنۍ سره مبارزه، د افغانستان له بېوزلۍ او وروسته پاتېوالي سره د مبارزې یوه اساسي برخه ده. د هغه درس د ټيکنالوژۍ، ښاري پرمختګ یا لویو بندونو مخالفت نه و، بلکې د خلکو د رښتینو اړتیاوو پېژندل او هغو ته د لوړو لګښتونو لرونکو خیالي پروژو او نمایشي کارونو په پرتله لومړیتوب ورکول و. هر حکومت چې د خلکو د خدمت دعوه کوي، باید یوازې د اوبو په زېرمه کولو بسنه ونه کړي، بلکې کرنیزو ځمکو ته د اوبو عادلانه رسول خپله ملي دنده وګڼي.
افغانستان نامحدودې اوبه نه لري؛ د هېواد لویه برخه وچه او نیمه وچه ده او اقلیمي بدلونونو د بارانونو پر کچه او د واورو پر زېرمو اغېز کړی دی. سره له دې، سیندونه او موسمي اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره ډېر مهم امکانات برابروي. اصلي تضاد دا دی چې کله کله د ډېرو اوبو په موسم کې سیلابونه د کرنیزو ځمکو ترڅنګ تېرېږي او ان ځمکې ورانوي، خو هماغه کروندګر څو میاشتې وروسته د خپل فصل د ژغورلو لپاره څاه باسي. یوازې د سیند لرل شتمني نه ده؛ د اوبو سم مدیریت دی چې اوبه پر تولید او شتمنۍ بدلوي. د بریالیتوب معیار دې دا وي چې له هر متر مکعب اوبو څخه څومره حاصل او عاید ترلاسه کېږي، په داسې حال کې چې د نورو خلکو د اوبو حق او چاپېریال هم خوندي پاتې شي.
د جمهوریت په دوره کې د اوبو ځینې مهمې پروژې جوړې یا بیا ورغول شوې. په هرات کې د سلما بند چې د ۱۳۹۵ کال د جوزا پر ۱۵مه پرانیستل شو، د شاوخوا ۶۳۳ میلیونو متر مکعبو اوبو د زېرمه کولو، د ۴۲ مېګاواټه برېښنا د تولید او د نږدې ۷۵ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره طرحه شوی و. په نیمروز کې د کمالخان بند چې د ۱۴۰۰ کال د حمل پر ۴مه پرانیستل شو، د شاوخوا ۵۲ میلیونو متر مکعبو اوبو د زېرمه کولو او د ۹ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا درلوده. د هرات د پاشدان بند چې ۵۴ میلیونه متر مکعب ظرفیت لري او د کابل د شاه او عروس بند چې شاوخوا ۹٫۴ میلیونه متر مکعب ظرفیت لري، د جوړولو چارې هم په هماغه دوره کې پیل شوې؛ خو رسمي پرانیستې یې په ترتیب په ۱۴۰۴ او ۱۴۰۳ کلونو کې ترسره شوې. (۲، ۳، ۴ او ۵)
دا پروژې د هېواد د بنسټیزو تاسیساتو مهمې لاسته راوړنې وې، خو د اوبو زېرمه کول او کرنیزو ځمکو ته یې رسول دوه بېل کارونه دي. که لویې او وړې ویالې، د اوبو د کنټرول دروازې او د اوبو د عادلانه وېش سیستم بشپړ نه شي، د بند کاسه به له اوبو ډکه وي، خو ټول کروندګر به ترې ګټه نه شي اخیستلای. له بندونو څخه خوشې شوې اوبه بیا د سیند خپل مسیر نیسي او کله ناکله له هېواده هم وځي. البته دا بهیر خپله د اوبو ضایع کېدل نه دي، ځکه د لاندې سیمو د خلکو حقونه او د چاپېریال اړتیاوې دې هم په پام کې ونیول شي. اصلي ستونزه دا ده چې په هېواد کې دننه له اوبو د سمې او عادلانه ګټې اخیستنې فرصتونه له لاسه وځي.
د سلما بند تجربې وښوده چې یوه لویه پروژه، که اړوندې ویالې او نور تاسیسات ورسره بشپړ نه وي، په ځینو سیمو کې برعکس پایلې هم لرلای شي. د ۱۴۰۰ کال په حمل کې راپور ورکړل شو چې د دغه بند لپاره د پلان شویو ویالو یوازې شاوخوا ۴۰ سلنه بشپړې شوې وې. په همدې کال کې د زندهجان ولسوالۍ د ۲۵ میداني مرکو پر بنسټ خپرې شوې یوې علمي څېړنې وښوده چې د بند له فعالېدو وروسته د سیند په لاندې سیمو کې یو شمېر کروندګر له لا ډېرې کمآبۍ سره مخ شوي وو. په نامناسب وخت کې د اوبو خوشې کول، د اوبو د وېش د شبکو نیمګړتیاوې او د اوبو د دودیز وېش په سیستم کې ګډوډي د دې ستونزې له یادو شویو لاملونو څخه وو. (۶ او ۷)
د زندهجان، غوریان او کهسان په څېر سیمې د هریرود سیند په اوبو پورې تړلې دي. که دغو سیمو ته د کښت د اړتیا پر وخت اوبه ونه رسېږي، ځینې کروندګر اړ کېږي چې د ځمکې لاندې اوبه راوباسي. البته د هرات ټوله وچکالي او د ځمکې لاندې اوبو کمېدل یوازې د سلما بند له امله نه دي؛ د بارانونو کموالی، اقلیمي بدلونونه او د اوبو د غوښتنې زیاتوالی هم پکې رول لري. خو که اوبه د سیند په پورتنیو سیمو کې زېرمه شي او لاندې سیمو ته د هغوی موسمي حقابه ونه رسېږي، دا کار پر ژورو څاګانو فشار زیاتولای او د اوبو پر سر شخړې رامنځته کولای شي. د زندهجان څېړنې هم وښوده چې د اوبو کمښت او د اوبو د ادارې نیمګړتیاوې د کلیو ترمنځ د نارضایتو او اختلافونو لامل کېدای شي. (۷)
د جمهوریت د وخت پرېکړه کوونکي او اجرایي ادارې، د پروژو له طرحې او قراردادونو نیولې د ویالو تر بشپړولو او څارنې پورې، له خپل مسؤلیت څخه نه شي تېرېدلای. جګړې او ناامنۍ ځینې ځنډونه توجیه کولای شي، خو د حساب ورکولو مسؤلیت نه شي له منځه وړلای. اوسني مسوولان هم باید نیمګړې شبکې بشپړې کړي او د اوبو عادلانه وېش یقیني کړي. د یوه بند بریالیتوب باید په دې وسنجول شي چې څومره ځمکه خړوبوي او څومره حاصل ترې ترلاسه کېږي، نه یوازې په دې چې د بند تر شا څومره اوبه زېرمه شوې دي.
د جمهوریت په دوره کې د اوبو لګولو یو شمېر شبکې هم بیا ورغول شوې. د نړیوال بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ کال تر پایه د اوبو لګولو د بیارغونې او پراختیا د یوې پروژې په ترڅ کې ۲۱۵ شبکې بشپړې شوې او په شاوخوا ۲۸۴ زره هکټاره ځمکه کې د اوبو لګولو خدمات ښه شول. دا لاسته راوړنې ښيي چې اغېزمن کارونه هم ترسره شوي وو، خو دغو هڅو په ټول هېواد کې د خوراکي توکو په تولید کې یو پراخ او دوامدار بدلون رامنځته نه کړ.(۸)
هغه اقتصاد چې پر بهرنیو مرستو، لویو قراردادونو او امنیتي لګښتونو ولاړ و، په ځینو مواردو کې یې د هغو لویو پروژو جوړولو ته لومړیتوب ورکاوه چې په رسمي مراسمو کې پرانیستل کېدای شوې، خو د کلیوالو ویالو ساتنې او د کرنې دوامدار پرمختګ ته یې هغومره پام نه کاوه. دا ادعا چې د کرنې د پرمختګ مخه په قصدي ډول نیول شوې وه، مشخصو اسنادو ته اړتیا لري؛ خو د دې اقتصادي تګلارې پایله څرګنده ده: کورني تولید ونه شو کولای د هېواد په اقتصاد کې خپل اساسي او دوامدار ځای پیدا کړي. د دې کمزورۍ پایله، د وروستیو کلونو له اقتصادي، سیاسي او اقلیمي بحرانونو سره یوځای، پر وارداتي خوړو د افغانستان دوامداره تکیه او د خلکو پراخه بېوسي ده؛ داسې حالت چې نن د میلیونونو افغانانو په لوږه، پراخه بېوزلۍ او د خوړو د خوندیتوب په سخت بحران کې لیدل کېږي.
کله چې د ځمکې پر سر د اوبو لګولو شبکه سم کار ونه کړي، ژوره څاه یو ژر ترلاسه کېدونکی حل ښکاري؛ خو که له ځمکې لاندې اوبه تر هغه ډېرې وایستل شي چې بېرته په طبیعي ډول زېرمه کېږي، د راتلونکو نسلونو د اوبو ذخیرې کمېږي. لمریز پمپونه هم، که د اوبو د ایستلو اندازه محدوده نه وي، دغه فشار زیاتولای شي. د مرسي کورپس د ۲۰۲۵ کال راپور ښيي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو سطحه په تېره یوه لسیزه کې په ځینو سیمو کې شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ مترو پورې ټیټه شوې او هر کال شاوخوا ۴۴ میلیونه متر مکعب اوبه تر هغه ډېرې ایستل کېږي چې په طبیعي ډول بېرته زېرمه کېږي. د نفوس زیاتوالی، د اوبو ککړتیا او وچکالي هم په دې بحران کې رول لري. د ځمکې لاندې اوبه دې د وچکالۍ د وخت لپاره یوه مهمه زېرمه وي، نه دا چې تل د روانو اوبو د ناسم مدیریت تشه پرې ډکه شي.(۹)
لوی بندونه په ځینو سیمو کې د برېښنا د تولید، ښارونو ته د اوبو رسولو او د سیلابونو د کنټرول لپاره اړین دي؛ خو د کرنې پرمختګ دې د دغو بندونو تر بشپړېدو پورې ونه ځنډول شي. په ۲۰۲۴ کال کې د کابل سیند د اوبو د حوزې په اړه یوې علمي څېړنې اټکل وکړ چې د څېړل شوې طرحې له مخې، د ارزول شویو اوبو شاوخوا ۳۸ سلنه زېرمه کول او د هغو بهیر تنظیمول کولای شي په وچ موسم کې د اوبو جریان نږدې دوه برابره کړي او هر کال د کرنې د پراختیا لپاره د نږدې دوو میلیاردو متر مکعبو اوبو د ساتلو زمینه برابره کړي. دا پایله د مشخصو بندونو او د اوبو لګولو د اصلاح شویو پلانونو پورې تړلې ده او په دې مانا نه ده چې د افغانستان د ټولو اوبو ۳۸ سلنه د هېواد د ټولو اړتیاوو لپاره بسنه کوي. د دې څېړنې اصلي پیغام د اوبو د بهیر د سم تنظیم اهمیت دی. د لویو پروژو ترڅنګ، د کلیوالو ویالو بیا رغول، د اوبو وړې زېرمې جوړول او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی هم د کرنیز تولید په زیاتولو کې مرسته کولای شي. (۱۰)
افغانستان یوه «ملي کرنیز جهاد» ته اړتیا لري؛ داسې مدني او ګډې هڅې ته چې د لوږې او بېوزلۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پوهه، پانګه، د اوبو مدیریت او کاري ځواک سره یوځای کړي. د دې بدلون لومړنی هدف دې د خلکو لپاره د خوړو دوامدار خوندیتوب وي چې د غنمو، دالو او نورو اساسي خوراکي محصولاتو تولید پکې لومړیتوب ولري. البته دا تولید دې د هرې سیمې د اوبو، خاورې او اقلیم له ظرفیت سره برابر وي. دې موخې ته رسېدل د اوبو سم مدیریت، د اړتیا پر وخت د فصلونو خړوبول، له وچکالۍ سره د مقاومت لرونکو تخمونو کارول، په خاوره کې د لندبل ساتل او په وچو سیمو کې د هغو محصولاتو کرل غواړي چې لږې اوبه مصرفوي. خو د خوړو خوندیتوب یوازې د تولید په زیاتېدو نه ترلاسه کېږي؛ بلکې د کار پیدا کېدل، د کورنیو د عاید زیاتوالی، ښو تخمونو ته د کروندګرو لاسرسی، د محصولاتو د ساتلو مناسب ځایونه، کلیوالي سړکونه، ارزانه پورونه او مناسب بازارونه هم ورته اړین دي.
له همدې امله دې دغه بدلون له پیله د کرنې د صنعتي کېدو زمینه هم برابره کړي. د غلو دانو لپاره د ژرندو او خوراکي فابریکو جوړول، د مېوو لپاره سړې خونې او بستهبندي، د شیدو او لبنیاتو پروسس او له بازارونو سره د تولیدونکو نښلول، د دې کار مهمې برخې دي. په دې توګه به د محصولاتو د ضایع کېدو مخه ونیول شي، د تولید ارزښت به لوړ شي او د کار نوي فرصتونه به، په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو لپاره رامنځته شي. په پایله کې به کرنه یوازې د کورنۍ د ورځني ژوند د تېرولو وسیله نه وي، بلکې د افغانستان د تولیدي اقتصاد په یوه مهم بنسټ به بدله شي.
په لومړي ګام کې دې د اوبو سرچینې، د کرلو وړ ځمکې، خرابې شوې ویالې او د کروندګرو موسمي اړتیاوې وپېژندل شي او د هرې سیمې لپاره د اوبو د مدیریت یو دقیق پلان جوړ شي. هممهاله دې کروندګر، میرابان او ځايي کاري ځواک د مسلکي انجنیرانو په مرسته د موسمي اوبو د وړو زېرمو او د اوبو لګولو د ویالو په جوړولو او ساتنه کې مستقیم ګډون ولري. د سیمې له مناسبو طبیعي موادو، لکه ډبرو، خاورې او شګو څخه کار اخیستل او د ځمکې له طبیعي ځوړ څخه په ګټې اخیستنې د ویالو، سیندونو او موسمي اوبو کرنیزو ځمکو ته رسول، په مناسبو سیمو کې لګښتونه راکمولای، خلکو ته کار پیدا کولای او د غنمو او دالو د ودې په مهمو موسمونو کې د اړتیا وړ اوبه برابرولای شي. دا ډول ګډ کار د افغانستان د اوبو د دودیز مدیریت او د میرابانو د اوږدې تجربې پر بنسټ هم ولاړ دی. (۱۱)
د دغو پروژو بریالیتوب دقیق پلان، د سیمې د جغرافیې پېژندنه، د اړتیا وړ اوبو اندازه کول، د زېرمو د ظرفیت محاسبه، مسلکي انجنیري، د تاسیساتو خوندیتوب او د سیند د لاندې سیمو د خلکو د اوبو د حق مراعتولو ته اړتیا لري. د متخصصانو، څېړنیزو بنسټونو او ځايي ټولنو همکاري کولای شي د یوه داسې ارزانه، دوامدار او د پراختیا وړ سیستم د جوړولو زمینه برابره کړي چې په نورو سیمو کې هم عملي شي.
افغانستان له لوږې او اقتصادي تړاو څخه د خلاصون لپاره، تر لویو، ګرانو او نمایشي پروژو ډېر، د خپلو سرچینو هوښیار مدیریت او د تولیدي اقتصاد پیاوړتیا ته اړتیا لري. کرنیز انقلاب دې د اوبو له سم مدیریت څخه پیل شي او د خلکو په ګډون، مسلکي پوهې او پر ځای پانګونې سره د خوړو خوندیتوب او دوامدار پرمختګ ته لار هواره کړي. د دغه بدلون د بریالیتوب معیار دې دا نه وي چې څومره اوبه زېرمه شوې دي، بلکې دا وي چې څومره خواړه تولید شوي، خلکو ته څومره عاید پیدا شوی او د هغوی ژوند ته څومره عزت، هوساینه او انساني کرامت بېرته راګرځېدلی دی.
سرچینې او ماخذونه
۱ـ د جاپان د بهرنیو چارو وزارت، د ناکامورا او د هغه د ملګرو د وژل کېدو په اړه اعلامیه، ډسمبر ۲۰۱۹. [لینک]
۲ـ د هند د حکومت د مطبوعاتي معلوماتو دفتر، د سلما بند رسمي معلومات، جون ۲۰۱۶. [لینک]
۳ـ پژواک خبري اژانس، د کمالخان بند د پرانیستې او ظرفیت په اړه راپور، مارچ ۲۰۲۱. [لینک]
۴ـ آمو ټلویزیون، په هرات کې د پاشدان بند د پرانیستې په اړه راپور، اګست ۲۰۲۵. [لینک]
۵ـ د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت، د شاه او عروس بند د پرانیستې په اړه راپور، ډسمبر ۲۰۲۴. [لینک]
۶ـ طلوعنیوز، د اوبو لګولو د کانالونو د کمښت له امله د سلما بند له اوبو څخه د ناکافي ګټې اخیستنې راپور، ۲۰۲۱. [لینک]
۷ـ Krampe, Smith & Hamidi، د هرات پر کروندګرو د سلما بند د اغېزو په اړه علمي څېړنه، Political Geography، ۲۰۲۱.[لینک]
۸ـ نړیوال بانک، په افغانستان کې د اوبو لګولو د بیارغونې او پراختیا پروژې وروستی راپور، ۲۰۲۲. [لینک]
۹ـ Mercy Corps، د کابل د اوبو د بحران په اړه راپور، اپرېل ۲۰۲۵. [لینک]
۱۰ـ Taraky او همکاران، د کابل سیند د اوبو د حوزې د مدیریت په اړه علمي څېړنه، Environments، ۲۰۲۴. [لینک]
۱۱ـ نړیوال بانک، په افغانستان کې د اوبو د مدیریت د سیمهییزو ټولنو او د میرابانو د رول په اړه سند. [لینک]





