۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي پاکستان ته له خپل سفر څخه خبر ورکړی او وایي، چې افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې په هېوادونو کې د امنیت په مانا دی.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي چهارشنبه د لړم پر ۱۸ د یوه ټویټ په خپرولو له خپل سفر څخه خبر ورکړی دی.
هغه لیکلي: «پاکستان ته په سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې مې ټینګار وکړ چې افغانستان کې امنیت د سیمې په هېوادونو کې د امنیت په مانا دی.»
قمي زیاته کړې: «امریکا او ځینې همکار دولتونه یې په سیمه کې د بېثباتۍ سرچینې دي.»
پاکستان ته د ښاغلي قمي سفر په داسې حال کې کېږي، چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر هم پاکستان ته سفر کړی و.
هغې د ټویټونو په خپرولو ویلي و، چې په لېوالتیا سره پاکستان کې د افغانانو د وضعیت په اړه تازه معلوماتو ته په تمه ده.