۸صبح، کابل: د جمعیت اسلامي ګوند مشر او په مخکیني حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د نجونو د تحصيل او زدهکړې له منع کېدو سره سره، امریکا له دغې ډلې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
رباني چهارشنبه د لیندۍ پر ۳۰ یوه ټویټ کې لیکلي، چې امریکا د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د نوې پرېکړې په اعتراض کې یوازې د یوه ټویټ په خپرولو ځان محدودوي.
هغه د جمهوريت د مرکچي پلاوي د جوړېدو پر مهال د امریکا د مرستو د بندېدو يادونه کړې او له طالبانو سره يې د اوونیزو مرستو د دوام په تړوا پوښتلي او ويلي دي، چې د تاریخي تجربو پر بنسټ، زاريو هېڅکله کارنه دی ورکړی.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نډ پرایس پرون د افغان ښځو د لوړو زدهکړو د بندېدو په غبرګون کې ويلي و، چې امريکا د طالبانو دغه «نه دفاع کېدونکې پرېکړه » غندي.
تر دې وړاندې یو شمېر اعتراضکوونکو ښځو هم د طالبانو پر وړاندې د امریکا پر دریځ نیوکې کړې وې، ځکه چې د هغوی په وینا، دغه هېواد د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره پر طالبانو د فشار راوړلو د ټولو شته وسیلو له کارولو ډډه کړې ده.