په کابل کې د دشت برچي په سیمه کې د «شمع هدایت» پر ښوونځي چاودنه چې له امله یې ۵۰ ماشومان ټپیان شوي، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) دغه پېښه غندلې او د هغې د جزیاتو د روښانه کېدو لپاره یې د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده. یو شمېر سیاسي بهیرونو او اعتراضي خوځښتونو دغه برید پر هزارهوو او شیعهګانو د روانو بریدونو په لړ کې بللی او طالبان یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د خلکو او ښوونیزو مرکزونو د امنیت د ټینګښت مسوول بللي دي.
د بشري حقونو د بنسټونو او بهرنیو هېوادونو غبرګونونه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۴۲ ماشومان، چې عمرونه یې له ۹ تر ۱۴ کلونو دي، ټپیان شوي دي. یوناما د دغو ماشومانو له کورنیو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو سربېره، د پېښې د جزیاتو د روښانه کېدو لپاره د څېړنې غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ زیاته کړې چې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه باید خوندي چاپېریال ولري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په کابل ښار کې د مهدیه ښارګوټي په یوه ښوونځي کې د چاودنې له امله د لسګونو ماشومانو د ټپي کېدو پرراپورونو په ژوره توګه اندېښمن دی. دغه بنسټ د ټپیانو له کورنیو سره پرخواخوږۍ سربېره، ټینګار کړی چې ښوونځي باید د هر ماشوم لپاره خوندي چاپېریال وي. د یونیسف په وینا، ماشومان باید هېڅکله د بریدونو هدف ونه ګرځي او نه هم له تاوتریخوالي او زیان سره مخ شي. دغه سازمان همداراز غوښتي چې د ټولو ماشومانو امنیت، کرامت او حقونه باید په هر وخت کې خوندي او رعایت شي.
همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ دغه پېښه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې د کابل هغه سیمه چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره دي، په نښه شوې ده. هغه دغه وضعیت د خواشینۍ وړ بللی او غوښتنه یې کړې چې د پېښې په اړه هر اړخیزه او خپلواکه څېړنه وشي، څو یې عاملان عدالت ته وسپارل شي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هم په کابل کې د دشت برچي په سیمه کې د «شمع هدایت» پر ښوونځي چاودنه په کلکه غندلې او پر دغه وضعیت یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. اروپایي ټولنې ویلي چې ښوونځي باید خوندي چاپېریال وي او پر ماشومانو او ښوونیزو مرکزونو قصدي بریدونه د منلو وړ نه دي.
د سیاسي بهیرونو غبرګونونه
د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي، د افغانستان د عدالت او آزادۍ ګوند مشر سرور دانش او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، په جلا جلا اعلامیو کې په لوېدیځ کابل کې پر یوه ښوونځي د زدهکوونکو برید غندلی دی.
ښاغلي محمد محقق ویلي چې طالبان پر ټول افغانستان د بشپړ واک ادعا کوي او د دې ناورین مسوولیت د دې ډلې پر غاړه دی. هغه پر هغو ماشومانو برید چې یوازې له کتاب او قلم سره سروکار لري، د «ظلم او بېرحمۍ» نښه بللې ده. د هغه په وینا، طالبان مسوولیت لري چې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.
د پخواني ولسمشر د مرستیال سرور دانش په مشرۍ د افغانستان د عدالت او آزادۍ ګوند هم په یوه اعلامیه کې پر «شمع هدایت» ښوونځي د زدهکوونکو برید «وحشیانه او له انسانیت سره په ټکر کې» بللی دی. دغه ګوند ویلي چې د خلکو د امنیت د ټینګښت او د ښوونیزو مرکزونو د ساتنې اصلي مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی.
د عدالت او آزادۍ ګوند ویلي: «هغه ډله چې د عدلیې وزیر یې د شیعهګانو او هزاره وګړو مذهبي مرکزونه د «فتنې مرکزونه» بولي او د دغو مرکزونو د تړلو خبره کوي، نه شي کولای د دا ډول جنایتونو په اړه ځان بېمسوولیته او ناخبره وښيي.» دغه ګوند زیاته کړې چې طالبان باید د دې پېښې او نورو ورته بریدونو په تړاو د افغانستان خلکو ته روښانه او قانع کوونکی ځواب وړاندې کړي.
د دغه ګوند په وینا، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر هزارهوو او شیعهګانو لسګونه خونړي بریدونه له دې پرته چې د عاملانو په اړه یې څېړنه او ګروېږنه وشي، هېر شوي دي. دغه ګوند زیاته کړې چې تر اوسه ان د دغو «خواشینوونکوپېښو» یو عامل یا تنظیموونکی هم په روښانه ډول د خلکو پر وړاندې ځوابویونکی نه دی ګرځول شوی او عدالت ته نه دی سپارل شوی.
همداراز، د پخواني حکومت د مرستیال ولسمشر کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان اسلامي وحدت ګوند پر دغه ښوونځي د زدهکوونکو برید «ترهګریز» بللی او غندلی دی. د کریم خلیلي ګوند ویلي چې دغه برید یو ځل بیا د هغه ناورین ژورتیا څرګندوي چې د افغانستان هزاره او شیعه ټولنه له کلونو راهیسې ورسره مخ ده.
د دغه ګوند په اعلامیه کې راغلي چې پر زدهکوونکو برید یوازې یوه امنیتي پېښه یا ترهګریز برید نه دی، بلکې د «بشریت پر وړاندې د جنایت» ښکاره نښه او د هغو هدفي بریدونو د دوام ښودنه کوي چې کېدای شي د «هزارهوو د نسلوژنې» په چوکاټ کې وڅېړل شي.
دغه ګوند ټینګار کړی چې دهزارهوو پر ښوونځیو، جوماتونو، ښوونیزو، ورزشي او نورو عامه ځایونو د بریدونو تکرار، د سیستماټيک تبعیض او ځورونې ترڅنګ نه شي کېدای له یو له بل سره د بېاړیکې او خورو ورو پېښو په توګه وڅېړل شي. د دغه ګوند په وینا، د قومي او مذهبي هویت له امله د یوې ټولنې هدفي وژنه او ځورونه د انساني کرامت او د وګړو د بنسټیزو حقونو پر وړاندې جنایت دی.
د ښځو د اعتراضي خوځښتونو غبرګون
له دې سره هممهاله، یو شمېر ښځینه اعتراضي خوځښتونو او مدني فعالانو هم د دغو بریدونو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د ماشومانو، زدهکوونکو او ملکي وګړو په نښه کول یو ویروونکو جنایت او د بشریت پر وړاندې د تاوتریخوالي ښکاره بېلګه ده. د دوی په وینا، د هغو ماشومانو د وینې تویولو لپاره هېڅ توجیه نشته چې جرم یې یوازې ښوونځي ته تګ او د ښه راتلونکي د جوړولو هڅه ده.
«د آزادۍ پر لور د ښځو خوځښت» په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دشت برچي کې پر ښوونځیو، ښوونیزو مرکزونو، روغتیايي مرکزونو، جوماتونو او د ملکي وګړو پر غونډو بریدونه یوه یوازېنۍ او تصادفي پېښه نه ده، بلکې د هزاره ټولنې پر وړاندې د پرلهپسې او سیسټماټیک تاوتریخوالي د یوې اندېښمنوونکې بڼې برخه ده.
دغه خوځښت له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې دغه پېښه او د هزاره خلکو پر وړاندې ټول ورته بریدونه په جدي او له سیاسي ملاحظاتو پرته وڅېړي او ددغو بریدونو عاملان، تنظیموونکي او هغه کسان چې د دغو جنایتونو په تمویل او زمینې برابرولو کې لاس لري، وپېژني او ځوابویونکي یې کړي.
د «د افغانستان د ښځو د تاریخ بدلون خوځښت» دغه پېښه د زدهکړې پر حق، د ماشومانو پر امنیت او د افغانستان پر راتلونکي برید بللی او «ترهګریز» یې ګڼلی دی. د دغه خوځښت په وینا، طالبان په تېرو وختونو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو د بریدونو مسوول وو او اوس چې پر افغانستان واکمن دي، نه شي کولای د خلکو د امنیت د ټینګښت مسوولیت یوازې په ادعاوو او تبلیغاتو ادا کړي.
«د هیلې کړکۍ د ښځو خوځښت» په لوېدیځ کابل کې پر زدهکوونکو برید د ماشومانو، زدهکوونکو او ملکي وګړو پر وړاندې ویروونکی جنایت بللی او ویلي یې دي چې پر ماشومانو او ښوونیزو چاپېریالونو برید، دې ته له پام پرته چې عامل یا انګېزه یې څه وي، د ماشومانو د ژوند، امنیت او زدهکړې د حق ښکاره نقض دی او هېڅ توجیه نه لري. دغه خوځښت د پېښې په تړاو د بېړنۍ، خپلواکې، رڼې او بېپرې څېړنې غوښتنه کړې، څو یې عاملان او که موجود وي، امر کوونکي او تنظیموونکي یې وپېژندل شي او په عادلانه بهیر کې ځوابویونکي وګرځول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر اوسه له ۵۰ ډېر ځانمرګي بریدونو او چاودنو په سیسټماټیک ډول ملکي وګړي، په ځانګړې توګه د افغانستان هزار وګړي او شیعهګان په نښه کړي دي.





