د ښځو پر کار بنديز ته غبرګونونه، طالبان دې غير مسوولانه پرېکړې بېرته واخلي

د طالبانو له لوري د ښځو ضد وروستیو پریکړو په ځانګړي ډول په نادولتي موسسو او ادارو کې د ښځو پرکار بندیز په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د لوېدیځو هېوادونو یو شمېر چارواکو په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز لګولو حکم یوه «غیر مسؤلانه» پرېکړه بللې ده. نړیوالو سازمانونو د طالبانو دغه پریکړه « له بشري اصولو ښکاره سرغړونه» بللې او په نږدې راتلونکي کې یې د هغې د ناوړه پایلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. دغه راز په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه پنځو بهرنیو بنسټونو د طالبانو د دې پرېکړې په اعتراض کې په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي. بل خوا، لوېدیځ چارواکي، نړیوال بشردوستانه سازمانونه او ملي او نړیوال سیاسي شخصیتونه د طالبانو له مشرانو غواړي چې پر خپلو دغو پرېکړو چې د ښځو پرضد دي، بیا کتنه وکړي. خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته ځواب نه وړاندې کړی.
د «افغان فلم» پخوانۍ رئیسه او د داستاني فلمونو ډایکټره صحرا کریمي په بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او په عین حال کې مدني برخو کې د ښځو حضور د هغې ټولنې نه بېلېدونکې برخه ګڼي چې د پرمختګ پر لور ګام اخلي. مېرمن کریمي په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار د ځنډېدو په غبرګون کې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: « د طالبانو ډله په خپلو بدوي او بشري ضد افکارو سره ښه پوهېږي چې د یوې ټولنې د پرمختګ د ګامونو د فلج کولو لپاره باید د هغې ټولنې ښځې حذف کړي. هر ګام چې طالبانو یې د ښځو د لامحدودولو لپاره اخلي، د ښځو د حذف کولو موخې ته د رسېدو لپاره دی.
مېرمن کریمي د طالبانو د سختو بندیزونو پر وړاندې د افغان ښځو مبارزه ستايي او په هېواد کې پر ټولنیز او مدني یووالي ټینګار کوي. هغه زیاتوي: « د افغان ښځو یوازې اقلیت مبارزه کوي او په ځلونو ځپل شوې دي. له افغانستانه بهر زموږ هېوادوال په مجازي فضا کې اعتراضونه کوي، خو له دې امله چې د نړيوالې ټولنې غوڅ ملاتړ ورسره نشته، دغه اعتراضونه د عملي ګامونو د پورته کېدو لامل نه دي شوي.» د هغې په وينا، په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو وېشل شوې مبارزې هم ګټورې تمامېداى شي او د «طالبانو د ظلمونو ريښې» به له منځه یوسي.
د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له لوري په نا دولتي ادارو کې د ښځو پرکار بندیز غندلی دی. د دغې ډلې په اعلاميه کې ويل شوي دي:« د طالبانو د ډلې له لوري په افغانستان کې په کورنيو او بهرنيو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار ناوړه بندیز د ټولو ملي، اسلامي، او نړيوالو قوانينو د اصولو او د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف عمل دی او دا پریکړه په یووېشتمه پیړۍ کې د خواشینۍ وړ او د تاریخي شرم سرچینه ده.» په دغې اعلامیه کې دغه راز راغلي دي:« له بده مرغه په افغانستان کې د طالبانو د ډلې د حضور د هرې ورځې په تېریدو سره موږ د وضعیت د خرابیدو او پرهیوادوالو د ناوړه محدودیتونو د لګول کېدو، په تیره بیا د نجونو او ښځو پر وړاندې د ښکاره تبعیض او ظم شاهدان یو.
دغې ډلې له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د سیاسي بدلون او د یوه داسې ولسواک او ډیموکراتیک نظام د جوړولو لپاره چې مشروعیت یې د افغانانو له ارادې سرچینه واخلي، د افغانانو تر څنګ ودرېږي او عملي ګامونه پورته کړي. د دغې ډلې په اعلامیه کې څرګنده شوې ده:« یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هیوادونو او ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه داده، چې د دغې ډلې د بشری جنایتونو محدودیتونو او پر ښځو د ظلم پر وړاندې د زغم سیاست پای ته ورسوي او د افغانستان د خلکو د اساسی حقونو د تامین او د افغانستان لپاره د بنسټېزې او اساسی حل لارې د رامنځته کېدو په برخه کې بیړني اقدامات په پام کې ونیسي.»
د مخکیني حکومت د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د «طالبانو جهالت» بللی دی. ښاغلي معنوي په یوه ټویټ کې لیکلي: «د هغو جاهلو عربو چې نجونې یې ژوندۍ ښخولې او د نجونو وجود یې شرم ګاڼه او له ټولنې یې لېرې کولې، او د طالبانو د کړنو ترمنځ توپېر نشته. د جاهلو عربو کار انفرادي او استثنايي و، خو د طالب عمل ډله ییز، حاکمانه او د ثواب په نیت دی. هغه زیاته کړې: «طالب تلونکی دي،اجازه مه ورکوئ چې هرڅه له منځه یوسي، له مقاومت او یووالي پرته بله لاره نشته.»
د دې ترڅنګ په پلازمېنه او د هېواد په نورو لویو ښارونو کې ښځې او نجونې هم د طالبانو دغه پرېکړه ټکان ورکوونکي بولي او په کلکه یې غندي. هغوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو سیاسي فشارونه زیات کړي څو دغه ډله د خلکو د حقونو خوندېتوب ته غاړه کیږدي.
د طالبانو پرېکړې ته د هېوادونو غبرګون
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویسټ د طالبانو له لوري د ښځو پر کار له بندیز یوه ورځ وروسته، په یوه ټویټ کې لیکلي دي:« د طالبانو هغه حکم چې ښځې د بشري مرستو د رسولو په چاروکې له کار کولو منع کوي، خورا غیر مسوولانه دی. دا پریکړه د ملیونونو هغو انسانانو لپاره وژونکي خطرونه لري چې پر حیاتي مرستو متکي دي. طالبان د خپلو خلکو پر وړاندې خپل ترټولو لومړني مسؤلیتونه له پامه غورځوي.»
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم د طالبانو د دې پرېکړې په تړاو غبرګون ښودلی دی. هغه په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې د افغان ښځو او نجونو پر کار د بندیز حکم د افغانستان لپاره یو ورانوونکی عمل بللی دی. ښاغلي بلینکن خبرداری ورکړی چې د طالبانو دغه نوې پرېکړه د میلیونونو افغانانو لپاره د حیاتي بشري مرستو د لېږلو بهیر ننګولای شي.
د ناروې حکومت لوړپوړو چارواکو هم د طالبانو د دې پرېکړې په هکله غبرګون ښودلی دی. د ناروې د بهرنیو چارو وزیر انیکن هوفیلډټ ویلي دي: «دا پریکړه باید ژر تر ژره بیرته واخیستل شي. ناروې به له خپلو ملګرو سره یوځای وضعیت وڅیړي او مناسب ځواب به ورکړي.»
اروپايي ټولنې هم په ادارو کې د ښځو د کار د مخنیوي پر پرېکړې نیوکه کړې ده. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر جوزپ بوریل ویاند ویلي دي چې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز له خپلو بشري حقونو او سیاسي ازادیو نه د ټولنې د دې برخې پر استفادې جدي بندیز دی.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي په افغانستان کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز د ښځو حقونو ته د بشپړې بې پامۍ نښه بللې ده. په افغانستان کې د اسټرالیا سفارت هم په ادارو کې د ښځو د کار ځنډول د هېواد د بې وزلو وګړو په زیان بللي او ویلي یې دي چې د طالبانو دغه حکم د بشردوستانه اصولو خلاف دی او ښځې لا څنډې ته کوي.
د نړیوالو سازمانونو غبرګون
د لوېدیځو هېوادونو د چارواکو تر څنګ د بشري حقونو د بنسټونو استازو هم په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز غندلی دی. د بشري او ښځو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د طالبانو دا پرېکړه «ظالمانه اوبې رحمانه » ده. هغې زیاته کړې،«دا یوه بله ظالمانه او بې رحمانه پریکړه ده چې ښځو ته سزا ورکوي او هغه بشري مرستې له خطر سره مخ کوي چې میلیونونه افغانان په دې سخت ژمي کې ورپورې تړلي دي. طالبان د افغانانو ژوند په خطر کې اچوي او هېواد نورهم د خطرناکې لارې پر لور بیایي.»
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامیز الاکبروف په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د طالبانو پر دې پرېکړې خواشینی شوی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال وايي، د هغو راپورونو خپرېدو ته سخت اندېښمن شوی چې د افغانستان د اوسنیو چارواکو له لوري خپاره شوي او پر بنسټ یې د ملي او نړیوالو موسسو ښځینه کارکوونکي کار ته له ورتګه منع شوي دي.. الاکبروف په دې ټویټ کې زیاته کړې، چې د طالبانو دغه حکم له بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) سیمه ییز مشر جورج لاریا ادجي د یکشنبې په ورځ د مرغومې پر ۴ مه، ويلي د، چې د افغان ښځو د کار بندیز به د دغه هېواد ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو، تغذیې او زده کړو په برخه کې ناوړه پایلې ولري. ښاغلي ادجي د طالبانو له چارواکو غوښتي چې په دغه هېواد کې ښځو ته اجازه ورکړي چې د اړمنو کورنیو او له خطر سره د مخ خلکو د ژغورنې ماموریت ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د یکشنبې په ورځ د مرغومې په ۴ مه، د یوې بيانيې په خپرولو سره ويلي دي، چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش په ادارو کې د ښځو د کار کولو د بندیز د خبر پر اوریدو خواشینی شوی دی. په دې بیانیه کې د ليکل شويو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې په سیمه ییزو او نړیوالو ادارو کې د ښځو د کار بندېدل به ۲۸ میلیونه اړمنو کسانو ته د بشري او حیاتي مرستو د رسولو بهیر کمزوری کړي. ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو اغېزناک وړاندې کېدل د مرستندویه کارکونکو، په ځانګړې توګه د ښځو په خوندي او بې خنډه حضور پورې تړلي بللي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) ویلي دي، چې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بنديز په تړاو د طالبانو پر پریکړې خواشینې ده. په افغانستان کې د ژغورنې نړیواله کمېټه دا مهال څه باندې درې زره ښځینه کارکوونکې لري. دغه نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو او اړمنو ته د رسېدو په چاره د ښځو حضور مهم بللی او د طالبانو د دغې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د محدودیتونو د لېرې کېدو لپاره خبرې
بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د ځنډېدو په تړاو د طالبانو د نوې پرېکړې د غندلو ترڅنګ ويلي دي، چې ټاکل شوې ده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو چارواکي د دغه نوي حکم په تړاو د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړي. دې ادارې زیاته کړې، چې په افغانستان کې ښځې باید د بشري غبرګون په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې مهم رول لوبولای شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د طالبانو دغه پرېکړه په افغانستان کې د ټولنې تر ټولو زیانمنونکي وګړي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې زیانمنې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت د سې شنبې په ورځ د مرغومی په ۳ مه، په یوه لیک کې په بهرنیو او کورنیو نادولتي موسسو او بنسټونو کې ښځی او نجونې د کار کولو له حقه محرومې کړې دي. دا لیک د طالبانو د اقتصاد وزارت د سرپرست له خوا صادر شوی او دین محمد حنیف لاسلیک کړی دی. د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست څرګنده کړې ده، چې دغه پرېکړه د اسلامي حجاب د نه مراعاتولو له امله شوې ده. په دغه لیک کې راغلي:« په دې وروستیو کې په کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو کې د ښځینه طبقې په کچه د اسلامي امارت د حجاب او نورو اړوندو قوانینو او مقرراتو د نه مراعات په اړه جدي شکایتونه ثبت شوي دي.
په دې لیک کې زیاته شوې ده: د کورنیو او بهرنیو نادولتي مؤسسو د کار د ترسره کولو په برخه کې د دغه وزارت د هغه مسوولیت او رسالت د ترسره کولو لپاره چې د امارت د قوانینو او مقرراتو د پلي کولو په برخه کې يې لري، ټولو محترمو موسسو ته لارښوونه کيږي چې تر امرثاني پورې ټولې ښځینه کارکونکې چې په خپلو اړوندو څانګو کې دنده لري، خپل کار ودروي.» د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست دغه راز خبرداری ورکړی چې که کورني او بهرني بنسټونه د دغه وزارت له حکم سره سم عمل ونه کړي، نو په افغانستان کې به يې د فعالیت جواز لغوه شي.
د طالبانو له لوري د دغه نوي فرمان له صادرېدو وروسته، په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه پنځو بهرنیو بنسټونو په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو اعلان کړی دی. د ډي آر سي، سيف د چيلدرن، انټرساس، او اس سي ای موسسو کارکوونکو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې پرون (یکشنبه د مرغومې پر ۴مه) يې د دغو بنسټونو له مشرتابه نه برېښنالیک ترلاسه کړی، چې پکې له دوی غوښتل شوي، چې کار ته دې نه راځي. تر دې مخکې د شنبې په ورځ د مرغومې مياشتې په درېيمه نېټه په کورنيو او بهرنيو ادارو کې د ښځو پر کار د بنديز له حکم وروسته، په کندهار ولايت کې يوې ادارې چې ١٢٠ ښځينه کارکوونکې يې لرلې، خپل فعاليت بند کړ.
د دغه فرمان له صادرېدو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې طالبانو په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده کړې وځنډولې. د طالبانو دغه اقدام هم، د نارینه او ښځینه محصلانو، هېوادوالو، سیاسي شخصیتونو او لوړ پوړو چارواکو سخت غبرګونونه راوپارول. یو شمېر دیني عالمان په ځانګړې توګه د مصر د الازهر پوهنتون د دیني علومو مخکښان وايي، د طالبانو دا کړنه له اسلامي اصولو او معیارونو سره هېڅ سمون نه لري.
طالبانو تر دې وړاندې هم د ښځو پر فعالیتونو ډېر محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل کېدل، د ښځو حمامونو، سينګارځايونو او تفریح ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز هغه نور محدودیتونه دي چې په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي دي.