د کونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د حضرت غفران بابا جومات چې د دوو سوو کلونو زیات تاریخي قدامت لري د بیا جوړېدو چارې يې پيل شوې.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو وایي، دغه لرغونی جومات د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي لګښت رغول کیږي. دوی همداراز په نږدې راتلونکي کې د نورو تاریخې ځایونو د جوړولو خبر هم ورکړ.
دغه جومات د ۸ میلیونه او دیارلس زره افغانیو په لګښت سره په پخوانۍ بڼه بیا رغول کېږي، چې د تاریخي حیثیت د خوندیتوب ترڅنګ به په کې سلګونه لمونځ کوونکي لمونځ ادا کوي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید به همدې موخه جوړ شويو مراسمو کې وویل، د تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو خوندیتوب د دولت مهم لومړیتوب دی او هڅه مو ده چې د دې ولایت ټول تاریخي او فرهنګي ځایونه بیا ورغوو.
د کونړ اطلاعاتو او کلتور رئيس جنت ګل فدا په خپلو خبرو کې وويل، کونړ د تاریخ، هویت او فرهنګ بډایه درلودونکی ولایت دی، چې د دغو تاریخي ابدو له ډلې یو هم د حضرت غفران بابا جومات دی چې د دوو سوو کلونو زیات تاریخي قدامت لري.
هغه زیاته کړه، د کونړ ولایتي ادارې په غوښتنه دغه لرغونی جومات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې بیا رغول کیږي چې د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي..
ښاغلي فدا زياته کړه چې، د تاریخي او لرغونو ابداتو د ساتلو د هڅو په لړ کې د وټه پور مولا صاحب بابا زیارت، د پېج درې د بارکنډۍ تاریخي جومات او ځینو نورو ابدو تدارکاتي چارې هم بشپړې شوي او نږدې وخت کې به یې عملاً کار پیل شي.
د کونړ د حج او اوقافو رئيس بیا د لرغونو تاریخي اثارو او په ځانګړې توګه د جوماتونو رغول د ټولنې او خلکو په یو ځای کېدلو کې مهم امر وګڼه او ډاډ یې څرګند کړ چې د مساجدو او دیني زده کړو مرکزونو پیاوړتیا په لاره کې به جدي هڅې ترسره کړي.