کندهار کې د ماين چاودنه او ټرافيکي پېښه؛ ۱۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

۸صبح، کندهار: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین د چاودنې او د ټرافيکي پېښې له امله ۱۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه دواړي پېښې نن مازدیګر مهال د کندهار میوند ولسوالۍ ښار ته نږدې شوې دي.
میوند ولسوالۍ کې د یوه ۴۰۴ بس موټر او ټانکر د ټکر له امله یو ملکي کس وژل شوی او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د ټرافیکي پېښې ځای ته نږدې پر یو بل ۴۰۴ بس موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې او له امله يې شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د دواړو پېښو ټپیان د میوند روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.