۸صبح، کابل: د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکی رحمنالله ګُربز د نړۍ درېیم لوبغاړی شو چې په نړویوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې له ۲۳ کلنۍ مخکې اووه سلیزې په خپل ریکارډ کې ثبت کړې دي.
ټایمزافانډیا ورځپاڼې جمعه د سپټمبر پر ۲۰مه په یوه راپور کې ویلي چې ګُربز د اووه سلیزو په بشپړېدو له ویرات کوهلي سره ځان مساوي او درېیم مقام یې ترلاسه کړ.
ګُربز د هېواد کرېکټ یو له پیاوړو لوبغاړو دی چې د لوبډلې د ملا تیر حیثیت لري او پيلیزه ښه توپوهنه یې تل نورو لوبغاړو ته پیاوړې روحیه ورکوي.
نوموړي د سوېلي افریقا پر وړاندې تېرې شپې لوبه کې په ۱۱۰ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۰ څلورو وهلو سره ۱۰۵ منډې وکړې او په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې اوومه سلیزه جوړه کړه.
د یادونې ده، کیونټون ډیکوک او سچېن ټنډولکر له ۲۳ کلنۍ مخکې په اته-اته سلیزو په لومړي او دویم او بابر عظم له ګُربز له کوهلي وروسته په څلورم کې مقام دی.





