۸صبح، زابل: د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د زابل په ولایت کې له جګړو زیانمنو شویو ته ۷۰۰ کورنیو نغدي مرستې وېشلې دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې يکشنبه د تلې پر ۱۹مه، ویلي چې د دغو کورنیو کورونه د جګړو له امله زیانمن شوي یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د ژوند د لګښتونو برابرولو سرچینې یې هم له خنډ سره مخ شوې دي.
د دې بنسټ په وینا، نغدي مرستې له زیانمنو کورنیو سره مرسته کوي چې خپلې بېړنۍ اړتیاوې پوره او خپل ژوند له سره پیل کړي.
دا مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې وسلهوالو جګړو د ګڼو کورنیو کورونو او د ژوند د لګښتونو برابرولو سرچینو ته زیانونه اړولي او هغوی یې له اقتصادي ستونزو او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ کړي دي.





