۸صبح، هرات: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) په هرات کې له زیانګالو راستنېدونکو کورنیو سره د هغوی د سرپناهځایونو د ترمیم په برخه کې مرسته کوي.
دغه بنسټ يکشنبه د لړم پر ۱۰مه، په یوه پیغام کې ویلي چې دا پروګرام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي اماني صندوق (UN STFA) په ملاتړ پلی کېږي.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا پروژه یوازې د کورونو د بامونو په بیارغولو پورې محدوده نه ده، بلکې موخه یې د کورنیو د خوندیتوب او انساني کرامت ساتل او هغوی ته د ډاډ او هوساینې فضا برابرول دي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي چې اوسنۍ مرستې د راستنېدونکو کورنیو اړتیاوې نه شي پوره کولای او باید لا ډېر ملاتړ ورته برابر شي.
دغه بنسټ مناسبه سرپناه د انسان حق بللی او ټینګار یې کړی چې دا حق باید امتیاز ونه ګڼل شي.





