۸صبح، کابل: د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د اوبو ۲۷۵ لاسي بمبې نصب او ترمیم شوې دي.
دغه بنسټ پنجشنبه د تلې پر ۳۰مه، ویلي چې د دې اقدام له امله د څښاک پاکو اوبو ته د ۳۸ زره او ۵۰۰ کسانو لاسرسی ښه شوی دی.
د سره صلیب په وینا، د دې پروژې له پلي کېدو وروسته د سیمې په اوسېدونکو کې د ناروغیو کچه هم راټیټه شوې ده.
د څښاک د پاکو اوبو کمښت د افغانستان په کلیوالو سیمو کې یوه له روغتیايي ستونزو ده.
پاکو اوبو ته محدود لاسرسی د ککړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو خطر زیاتوي.
د اوبو د بمبو نصب او ترمیم کولای شي د څښاک پاکو اوبو ته د کورنيو لاسرسی ښه کړي او د ککړو اوبو اړوند ناروغیو خطر راکم کړي.





