۸صبح، کابل: د سره صلیب نړیوالې کميټې ویلي، چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د لوږې او بشردوستانه مرستو د اړتیا کچه زیاته شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې سه شنبه د کب پر درېیمه ويلي، چې په اوسني وخت کې ۲۴,۴ میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
د دغه بنسټ په وینا، دا کچه د تېر کال په پرتله د دېرش سلنه زیاتوالی ښيي.
د ویلو ده، چې په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له امله، د لوږې، بې وزلۍ او وزګارتیا کچه لوړه شوې ده.