۸صبح، کابل: د افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې افغانستان کې سړې هوا د میلیونونو تنو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پنجشنبه د سلواغې پر ۱۴ د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو خبرداری ورکړی، چې د وضعیت له خرابوالي د مخنیوي لپاره لا زیاتو بشردوستانه مرستو ته اړتیا ده.
سور صلیب زیاتوي، چې ډېری افغانان د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورونو د ګرمولو وس نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د وزارت د وروستیو شمېرو له مخې لږترلږه ۱۶۶ تنه د سړې هوا او ګاز نیولو له امله مړه شوي دي.