۸صبح، کابل: د سره صليب نړيواله کمیټه وايي، په ماشومانو کې سينه بغل او د خوارځواکۍ ناروغي په زياتېدو ده او په افغانستان کې ډېری خلک د خپلو ماشومانو د ګرم ساتلو لپاره سون توکي نه شي پېرلی.
د سره صليب نړيوالې کميټې چهارشنبې د لېندۍ په ۲مه د خپل تازه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د بې وزلۍ او ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دغې ادارې زیاته کړې چې په ماشومانو کې سینه بغل او خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده او افغان کورنۍ اوس له یوه ناشوني انتخاب سره مخ دي. خوراک یا د تودوخې لپاره سون توکي.
سره صلیب لیکلي: «په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده. ډیری خلک نشي کولی د خپلو کورونو د تودولو او ماشومانو د ګرم ساتلو لپاره توکي واخلي.»
د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د سره صليب نړيوالې کمېټې په ملاتړ په ٣٣ روغتونونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې د ٢٠۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې ٩٠ سلنه زياتې شوې دي.
بايد يادونه وشي، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو او د بشري مرستو په کمېدو سره، په دغه هېواد کې د ناوړه بشري وضعيت په اړه د مرستندويه بنسټونو او د نړۍ هېوادونو اندېښنې نورې هم زياتې شوې دي.