• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ تله ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د پریان اوسېدونکي: زموږ کرنیزې ځمکې د طالبانو د پوځي موخو لپاره د سړک جوړونې قرباني شوې دي

ایلیا ایلیا
۷ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1785328560]
Exclusive

Exclusive

د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبان خپلو پوستو ته د لارو د جوړولو لپاره د دوې له رضایت پرته، د دوې له کرنیزو ځمکو ګټه اخلي. دوې زیاتوي چې د دغو لارو د جوړولو په لړ کې د کرنیزو ځمکو ځينې برخې، عمومي ویالې او د خړوبولو هغه لارې ویجاړې شوې چې د خلکو د کروندو ته یې اوبه رسولې. د دوې په وینا، د ویالو او د اوبو لګولو لارو د ویجاړېدو له امله یو شمېر کروندګر نه دي توانېدلي خپلې ځمکې خړوبې کړي او حاصلات یې د وچېدو او له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه اوسېدونکي همدا راز وايي چې طالبانو دا لارې د پریان ولسوالۍ د شالکچې، جشتې، کوجان، قلعې او کوهسار کلیو له کرنیزو ځمکو تېرې کړې دي. دوې ادعا کوي چې هر څوک که د دغه اقدام پر وړاندې اعتراض وکړي، د طالبانو له لوري وهل ټکول کېږي.

دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د دغو کلیو سپین‌ږیري د کرنیزو ځمکو او عمومي ویالو د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره په پریان ولسوالۍ کې د طالبانو سيمه يیزې ادارې ته ورغلي، خو تر اوسه دغه بهیر د درولو یا اوښتو زیانونو د جبرانولو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی. دوې زیاتوي چې کرنیزې ځمکې د دې سیمې د کورنیو د عاید او خوراکي توکو د تامین تر ټولو مهمه سرچینه ده او د هغو ویجاړول به د لسګونو کورنیو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړي.

د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ د کوجان کلي یو اوسېدونکی عتیق (مستعار نوم)، وايي چې طالبانو په وروستیو اونیو کې د غرونو پر سر خپلو پوستو ته د ځواکونو د تګ راتګ او د تجهیزاتو د لېږد د اسانولو لپاره د خلکو د کرنیزو ځمکو په کې د لارې جوړول پیل کړي دي. هغه زیاتوي چې دا لارې د ځمکو د مالکانو له رضایت پرته جوړې شوې او په لړ کې یې د کرنیزو ځمکو ځينې برخې، عمومي ویالې او د اوبو لګولو لارې تخریب شوې دي. د هغه په وینا، د ویالو او اوبو د لارو ویجاړېدو د خپلو حاصلاتو د زیانمنېدو او کمېدو په تړاو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

عتیق وايي: «طالبانو د غرونو پر سر خپلو پوستو ته د خپلو ځواکونو د تګ راتګ او د خپلو موټرو د وروستلو لپاره د مالکانو له اجازې او رضایت پرته د خلکو د کرنیزو ځمکو په منځ کې لارې جوړې کړې دي. د دغو لارو د جوړولو په لړ کې د کرنیزو ځمکو ځينې برخې، عمومي ویالې او د اوبو لګولو هغه لارې چې د خلکو د کروندو د خړوبولو لپاره کارول کېدې ویجاړې شوې دي.»

د پریان دا اوسېدونکی زیاتوي: «کرنیزه ځمکه د دې سیمې د خلکو لپاره د ژوند اصلي سرچینه ده. له شخصي ځمکو هر ډول ګټه اخیستنه باید د مالک په رضایت او د خلکو حقونو ته په پام سره وشي، خو طالبانو له همغږۍ پرته خپله لاره د ځمکو او د اوبو د ویالو په منځ کې تېره کړې ده.»

عتیق له طالبانو غواړي چې کرنیزو ځمکو او عمومي ویالو ته د اوښتو زیانونو کچه وڅېړي او د داسې پېښو د تکرار مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ د کوجان کلي بل اوسېدونکی نذیر (مستعار نوم) وايي چې طالبانو نه یوازې د مالکانو له همغږۍ او رضایت پرته د خلکو د کرنیزو ځمکو په منځ کې لارې جوړې کړې، بلکې هر څوک چې د دغه اقدام پر وړاندې اعترض وکړي، له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره مخ کېږي. هغه زیاتوي چې کرنیزې ځمکې د دې سیمې د کورنیو د عاید او روزګار اصلي سرچینه ده او د دغو ځمکو زیانمنېدو د ځايي اوسېدونکو په منځ کې ډېرې اندېښنې رامنځته کړې دي.

د پنجشېر دا اوسېدونکی وايي: «طالبانو له کلیو خپلو پوستو ته د نښلوونکو لارو د جوړولو لپاره د خلکو له کرنیزو ځمکو لارې تېرې کړې دي. دا کار د کرکېلې په فصل کې شوی او د خلکو کرنیزو فعالیتونو ته يې جدي زیان رسولی دی. خلک پر دې وضعیت اندېښمن دي او هر څوک چې په دې تړاو اعتراض وکړي، وهل ټکول کېږي.»

د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ د قلعې کلي یو اوسېدونکی علي (مستعار نوم)، وايي چې طالبانو په دې سیمه کې هم د مالکانو له رضایت پرته، د غرونو پر سر خپلو پوستو ته د رسېدو لپاره د خلکو په کرنیزو ځمکو کې لارې جوړې کړې دي. هغه زیاتوي چې دغه لارې د کرکېلې په فصل کې جوړې شوي او د خلکو کرنیزو ځمکو او حاصلاتو ته یې زیان رسولی دی.

د پنجشېر دا اوسېدونکی وايي: «طالبانو د غرونو پر سر خپلو پوستو د خپلو ځواکونو د تګ راتګ او د موټرو د وروستو لپاره په شالکچه، جشته، کوجان، قلعه او کوهسار کلیو کې د خلکو له کرنیزو ځمکو د لارې جوړولو لپاره ګټه اخیستې ده. دا کار د مالکانو له اجازې پرته شوی او په پایله کې یې عمومي ویالو او د کرنیزو ځمکو برخې ویجاړې شوې دي. دغه اقدام د خلکو د ځمکو او کرنیزو حاصلاتو پر وړاندې د طالبانو د بې‌پروايۍ له امله د ولس ناخوښي راپارولې ده.»

د علي په وینا، د سیمې سپین‌ږیري څو ځلې د دې موضوع د حل لپاره په پریان ولسوالۍ کې د طالبانو سيمه‌ييزې ادارې ته ورغلي، خو دغو کتنو تر اوسه هېڅ پایله نه ده درلودلې.

د کوجان کلی، سمهر دره، شالکچه، جشته، قلعه او کوهسار د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ له هغو سیمو دي چې په شاوخوا او لوړو برخو کې یې د طالبانو یو شمېر پوستې دي. د دغو سیمو اوسېدونکي وايي چې په وروستیو میاشتو کې طالبانو دغو پوستو ته د تګ راتګ لارو د جوړولو لپاره په ځینو کلیو کې د لارو جوړول پیل کړي دي.

تر دې وړاندې هم د کوجان کلي اوسېدونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو چې د پریان ولسوالۍ پر مقر له توغندیز برید وروسته، طالبانو د سمهر درې اوسېدونکې کورنۍ له خپلو اوړيزیو کورونو کډې کولو ته مجبورې کړې او د دوې پر تګ راتګ، د کرنیزو ځمکو پر خړوبولو او د دوې د څارویو پر لېږدولو یې محدودیتونه لګولي وو. دوې ویلي وو چې دغه محدودیتونه د دې لامل شوي چې یو شمېر کورنۍ خپلو کرنیزو ځمکو او څړځایونو ته له لاسرسي بې برخې شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف د افغانستان په محرومو سیمو کې د اوبو رسونې سیسټمونه بیارغوي
بهرني خبرونه

ملګري ملتونه: په نړۍ کې څه باندې دوه میلیارده کسان د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

۲۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792263638]
طالبان: د پکتیا په ډنډ پټان کې اوو پاکستاني نظامیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
خبرونه

طالبان: د پکتیا په ډنډ پټان کې اوو پاکستاني نظامیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

۲۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792261164]
عراقچي: ایران تل د هرمز تنګي ساتونکی و او پاتې به شي
بهرني خبرونه

عراقچي: پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې شاوخوا پنځه زره کسان وژل شوي

۲۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792258737]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.