پر ښځو محدودیتونه؛ له پرمختګ سره مخالفت

نازدانه سلطان‌فر

نن ورځ، ښځې، د هېواد د نیمایي نفوسو په توګه، د ټولنې او کورنۍ په رواني روغتیا کې خورا مهم او حیاتي رول لوبوي. همدارنګه ښځو په اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو کې هم د ټولنې په پرمختګ کې فعاله ونډه اخیستې ده. زموږ په ټولنه کې ښځې د ټولنې تر ټولو زیانمنه پرګنه بلل کېږي. د نارینه وو په پرتله تل د ښځو حقونه او امتیازات تر پښو لاندې شوي دي. دوی په ډېرو ټولنیزو چارو او مسایلو کې له پامه غورځول کېږي، خو په ټولنه او حکومت کې د ښځو له شتون پرته به ټولنه فلج وي.

په اسلام کې د ښځو حقوق

په عربي ټولنو کې د اسلام د سپېڅلي دين له ظهوره مخکې ښځو ته تر ټولو کوچني حقوق هم نه ورکول کېدل. د بې وزلۍ او شرم له امله ښځې ژوندۍ ښخې شوې او انساني کرامت یې تر پښو لاندې شوی. د جاهلیت په زمانه کې ښځې یوازې وینځې ګڼل کېدې. ښځو په هیڅ ډګر کې رول نه درلود او په ټولنه کې یې شتون کمزوری و. خو د اسلام له راتګ وروسته دغه جهالت ختم شو او د ښځو انساني کرامت ته درناوی وشو.

په اسلام کې ښځو ته لومړی حق هم  سیاسي حق ورکړل شوی. ښځه د کاندید کېدلو او رایه ورکولو حق لري. لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ښځو د جهاد او هجرت په ګډون په ټولو برخو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګرتیا کوله. دوی په اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي او علمي فعالیتونو کې بشپړه خپلواکي درلوده.

په اسلام کې د زده کړې پر حق ډېر ټینګار شوی او ښځې هم په دې برخه کې له نارینه وو سره مساوي حقوق لري. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «طَلَبُ العِلمِ فَريضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَةٍ» یعنی د علم زده کړه پر نارینه او ښځینه فرض ده. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې له زانګو څخه تر قبره پورې علم زده کړه.

د زده کړې حق د ښځو پر نورو حقونو لومړیتوب لري، ځکه چې لوستې ښځې کولای شي خپل ټول امتیازات او حقونه ترلاسه کړي. ښوونه او روزنه ښځې پیاوړې کوي او وړتیا ته یې وده ورکوي. د ښځو زده کړه د دې لامل کیږي چې ډیرې میرمنې د ځان پوهاوی ترلاسه کړي، د تاوتریخوالی او زیان کچه کمه کړي او په هر ډګر کې فعاله ونډه ولري.

له بده مرغه په ​​افغانستان کې له پخوا څخه تر اوسه پورې په هر ډګر کې د ښځو ونډه د لاندې دلایلو له امله کمه وه او اوس بیخي هیڅ ته رسېدلې ده:

۱. کلتوري او ټولنیز محدودیتونه؛

۲. نارینه برلاسې ټولنه؛

۳. ناامني؛

۴. سیاسي بې ثباتي؛

۵. کمزوری اقتصاد.

له تېرو لسیزو راهیسې په سیاسي نظام کې بدلونونه لیدل شوي دي. د همدې سیاسي بې ثباتۍ له امله په وار وار ښځې له زده کړو پاتې شوې دي. له بده مرغه زموږ په هېواد کې همدا اوس هم همدا شرایط واکمن دي. اوس له یوه کال څخه زیاته موده کېږي چې نجونې ښوونځي ته نه شي تلای. هره ورځ د پرون په پرتله ډیر بد خبرونه اورېدل کېږي. پوهنتونونه او ټول تعلیمي مرکزونه د نجونو پر مخ تړلي دي. آن ښځینه کارکونکي او پروفیسورانې هم د کار کولو اجازه نه لري.

که دا حالت دوام وکړي، ټولنه به له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي. د بشري قوت کمښت او د پوهانو تلل، لوستو کسانو او ځوانانو د هېواده وتل د دغو ستونزو یوه برخه ده.

د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته شوې چې د ښځو له شتون پرته ټولنه پرمختګ نه کوي. کله چې ښځې له پامه غورځول کېږي، دا په دې مانا ده چې وده او پرمختګ له پامه غورځول کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button