د ښځو پر کار محدودیت د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان رسوي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي چې په افغانستان کې د ښځو د کار د محدودیت په اړه د ملګروملتونو سازمان په امنیت شورا کې بحث وشو.

دغه سازمان جمعه د لړم په ۲۷مه په یوه ټویټ کې ویلي چې اټکل کېږي افغانستان د ښځو د کاري محدودیت له امله یو میلیارد ډالر زیان وکړي.

ددغه سازمان په ټویټ کې راغلي چې تراوسه یې د ښځو اړوند لږترلږه ۳۴ زره کاروبارونو سره مرسته کړې او لا هم وروستي هدف ته چې ۵۴ زره دي نه دي رسېدلي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې په راتلونکي کال کې د بودیجې د برابرېدو په صورت کې له دې زیات کار کولای شي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو د کار آزادي سخته محدوده شوې او نړیوال سازمانونه د ښځو د کوچنیو سوداګریزو کارونو د ۳۲ سلنه کمښت خبر ورکوي.

ورته لیکنې

Back to top button