۸صبح، کابل: په اوسلو کې د افغانستان په اړه ناسته پای ته ورسېده او د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې داسې ښکاري چې طالب چاروالي د افغانستان د عادي وګړو د ژوندانه له ښه کولو پرته نور لومړیتوبونه لري.
په اوسلو کې د افغانستان اونۍ د ناستې په بیانیه کې چې پنجشنبې د لړم په ۲۶مه ددې ناستې په پای کې خپره شوه، راغلي چې د خلکو سوکالي باید د اوسنیو مسوولینو په توګه د طالبانو په کړنلاره کې وي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویفتلد ددې ناستې په بیانیه کې ویلي: «له بده مرغه اوس په پرېکنده توګه ویلای شو چې طالبانو د اوسلو په ناستو کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی. دوی ټولګډونه دولت نه دی جوړ کړی او بشري حقونو ته بې پامي کوي.»
هویفتلد ددې په بیانولو سره چې «موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو» ویلي، روښانه به کړي چې له دې ډلې څه تمه لري او طالبان به له بشري حقونو د سرغړونې په اړه ځواب ویونکي وګڼي.
د ناروې دغې چارواکې ټینګار کړی چې د طالبانو په راستنېدو سره به په افغانستان کې انساني او بشري ناورین زیات شي.
له بلې خوا، په ناروې کې د دوې میاشتې مخکې ناستې په اړه چې په هغې کې طالبانو ته بلنه ورکول له غبرګونونو سره مخ شول، د هغې نظر مثبت دی او وایي چې دا سمه پرېکړه وه او د افغانستان د شرایطو له ښه کولو سره یې مرسته وکړه.
د ویلو ده چې د افغانستان اونۍ ناسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت او د ناروې د کمیټې او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو په مرسته ترسره شوط وه او پرون پای ته ورسېده.