۸صبح، کابل: بریتانیا کې مېشت یو څېړنیز بنسټ پنجشېر کې د وژنو د ویډیوګانو او انځورونو په څېړلو وایي، چې دغې ډلې په دې ولایت کې ۲۷ نیول شوي کسان په ډزو وژلي دي.
د «افغان ویټنس – شاهد افغان» څېړنیزې پروژې موندنې، چې راپور یې سهشنبه د تلې پر ۲۶ خپور شو ښیي، چې طالبانو تېره میاشت پنجشېر ولایت کې ۲۷ کسان نیولي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.
بریتانیا کې مېشت «د اطلاعاتي مقاومت غیرانتفاعي مرکز»، چې افغانستان کې د بشري حقونو ضد پېښو په اړه اطلاعات ټولوي او وروسته یې څېړي دغه ویډیوګانې او انځورونه، چې ډېری د طالبانو د کسانو له خوا خپاره شوي دي څېړلي دي.
یوه ویډیو، چې په دغه څېړنیزه پروژه کې څېړل او تایید شوې ده پنځه کسان ښیي، چې طالبانو یې لاسونو او سترګې ورتړلې دي.
د اسوشیټدپرس خبري اژانس د راپور له مخې طالب جنګیالي ۲۰ ثانیې پر دغو کسانو ګولۍ اوروي او د خوښۍ چغې وهي.
د دغه مرکز څېړونکي تاییدوي، چې طالبانو د خپلو مخالفو ځواکونو او همداراز د دغو ځواکونو د ملاتړو پروړاندې وحشیانه کارونه ترسره کړي دي.
د «شاهد افغان» ډلې مشر ډېویډ ازبورن ویلي، دغه راپور «ترټولو تازه بېلګه» ده، چې طالبان د مقاومت جبهې جنګیالي په «پلان شوې توګه» له منځه وړي.
ازبورن ویلي: «د پرانیستو سرچینو له کړنلارې په ګټې اخیستو موږ د سپټمبر په منځ کې په پنجشېر دره کې د یوې ډلې کسانو سیستماتیک او ډلهییز اعدام کشف کړی دی.»
هغه زیاته کړې: «د اعدام پرمهال نیول شوي کسان بندیان وو او د طالبانو لپاره هېڅ ډول ګواښ نه وو.»
په دغه راپور کې راغلي، چې له ټولنیزو رسنیو د لسګونه انځوریزو سرچینو – تر ډېره ویډیو او انځورونو – په څېړلو سره په قطعي توګه ثابته شوې، چې ۱۰ نور کسان هم په پنجشېر کې د طالب جنګیالیو له خوا وژل شوي دي.
همداراز راپور زیاتوي، چې په دې څېړنیزه پروژه کې ۱۷ نورې غیرقانوني وژنې هم ډېری د ټولنیزو رسنیو له انځورونو تایید شوې دي او ټول کسان یې له تړلو لاسونه سره ښوودل.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و، چې طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت جبهې ۴۰ جنګیالي وژلي او تر ۱۰۰ زیات یې نیولي دي.
موده وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي وویل، چې یو پلاوی په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویډیوګانو د څېړلو په حال کې دی.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول عليمیثم نظري ویلي: «طالبانو د هغو کسانو په وژلو، چې ورته تلسیم شوي وو جنګي جنایت یې کړی دی او ویډیوګانې شاهدې دي.»
د «افغان ویټنس» په راپور کې همداراز راغلي، چې په لاس کې یې شته کره شواهد پر دې دلالت کوي، چې تېره میاشت پنجشېر کې د «مقاومت ادعا کوونکو مبارزانو» پروړاندې د طالبانو د برید په پایله کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.