د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.
الجزیرې سهشنبه د اګست پر ۴مه راپور ورکړی چې روبیو دا څرګندونې د پارګوای د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې کړې دي.
نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو ویلې یې دي چې په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې له دې مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د ډيپلوماتیکې حللارې لپاره هڅې دوام لري.





