۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، واشنګټن چمتو دی چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې رغنده رول ولوبوي.
روبیو دغه څرګندونې شنبه د لړم پر ۹مه، په اتلانتا کې د شلو هېوادونو ډلې(G20) غونډې په څنډه کې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې واشنګټن د ترهګریزو بریدونو په اړه د پاکستان اندېښنې درک کوي؛ چې د پاکستاني چارواکو په وینا، د افغانستان له خاورې پلان کېږي.
هغه زیاته کړې ده: «امریکا له ترهګرۍ سره مخالفه ده، دې ته له پام پرته چې سرچینه یې چېرې وي او څوک په نښه کوي.»
د روبیو په وینا، پاکستان باور لري چې طالبانو د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي او له همدې امله د هغوی پر ضد اقدام کوي.
روبیو زیاته کړې چې که واشنګټن وکولای شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې اغېزناک رول ولوبوي، نو دې کار ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
پاکستان څو ځله طالبان د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د ټي ټي پي په ملاتړ او تمویل تورن کړي دي؛ خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.





