د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې ځواکونو یې په کییف کې پر «ګوستومل» لوجیستکي مرکز برید کړی دی.
ټاس خبري اژانس شنبه د نومبر پر ۳مه راپور ورکړی چې په دغه مرکز کې د اوکراییني پوځ د کارونې وړ تجهیزات ساتل کېدل.
دا برید داسې مهال شوی چې په وروستیو کې روسیې او اوکرایین پر یو بل بریدونو ته زور ورکړی دی.
روسیې د اوکرایین پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي او اوکرایین هم په روسیې کې بېلابېل هدفونه په نښه کړي دي.





