د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیګ سیرومولوتوف وایي چې لوېدیځ دولتونه به تېره بیا امریکا خپل سیالان د «د ترهګرۍ د ملاتړي دولت» په توګه بولي.
دغه روسي چارواکي جمعه د نومبر په ۲۵مه په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې تېره اونۍ د اروپا پارلمان روسیه له ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه معرفي کړ.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په وینا، لوېدیځ دولتونه د «ترهګر دولت»، «ترهګر رژیم» او «له ترهګرۍ ملاتړي دولت» په شان نومونو سره د خپلو سیالانو خلاف یو اړخیزو اقداماتو د مشروعیت بښلو لپاره کار اخلي.
د سپوتنیک د راپور له مخې، سیرومولوتوف ویلي: «یوازې د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د یوه خپلواک هېواد پرخلاف د قرجنو اقداماتو د اعمالولو واک لري.»
د اروپا د پارلمان استازو د چهارشنبې په ورځ یو متن تصویب کړ چې په هغې کې د روسیې دولت د اوکراین په جګړه کې د ترهګرۍ د ملاتړي او دودونکي په توګه معرفي شوی دی.
اروپايي پارلمان په دې متن کې د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو غواړي چې «د روسیې له خوا د ترهګرۍ د دودولو» په غندلو کې دې ته ورته اقدام وکړي.