د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د یو پلاوي په مشرۍ پاکستان ته رسېدلی دی.
اېکسپرېس ټرېبیون رسنۍ دوشنبه د اپريل پر ۱۵مه راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار د راولپېنډۍ په نورخان هوايي ډګر کې د شهزاده فیصل هرکلی کړی دی.
د راپور په حواله، په دې پلاوي کې د سعودي د اوبو او کرنې وزیر، د صنعت او کاني زېرمو وزیر، د پانګونې برخې مرستیال وزیر او د دغه هېواد د ځانګړې کمېټې رییس شامل دی.
د دغه سفر موخه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ د شویو هوکړو د عملي کولو چټکول ښودل شوې ده.
تمه کیږي چې دا سفر به د دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي ګټو د پیاوړتیا لپاره پام وړ مرسته وکړي.
له دې وړاندې شهباز شریف او محمد بن سلمان د مکې مکرمې په الصفا ماڼۍ کې د کتنې پرمهال د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار کړی و.