۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د طالبانو د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، ځيني نړیوال قوانین او کوانسیونونه شته چې باید طالبان ورته ژمن واوسي.
د ارګ پر ایکسپاڼه سهشنبه د سلواغې پر ۱۷مه د سینیرلي اوغلو او د طالبانو د ریاستالوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ترمنځ د لیدنې خبر خپور شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې طالبان دې د اقتصادي پیاوړتیا او ثبات لپاره لا ډېر کار وکړي.
له بلې خوا، د اوغلو له قوله لیکل شوي چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې به «د افغانستان په اړه ښې پرېکړې» وشي.
مولوي عبدالکبیر هم په دې لیدنه کې ویلي چې طالبان د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافق نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له دوو کالو ډېره واکمنۍ کې د بشري حقونو وضعیت په اندېښمنونکي ډول ناوړه شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پرون سینیرلي اوغلو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي و.
متقي په دې لیدنه کې له ملګرو ملتونو سره «رغنده تعامل» ته لېوالتیا ښودلي؛ خو د یوناما په شتون کې د اضافي ځانګړي استازي له ګومارل کېدو سره یې خپل مخالفت څرګند کړی دی.
یاده دې وي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پرېکړهلیک تصویب کړ.
په دې پرېکړهلیک کې د دغه سازمان له سرمنشي غوښتنه شوې چې د طالبانو له حکومت سره د چلن د څرنګوالي په اړه یو ځانګړی استازی وټاکي.





