د پنجشېر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې ځايي سرچينې د هغه څه په تړاو اندېښنه ښيي چې دوی یې د طالبانو له خوا «ځنځيري وژنې» بولي. دوی وايي په تېرو څو میاشتو کې طالبانو « په انسان تښتوونکي بانډ» کې د غړیتوب په تور د یوې کورنۍ تر ۱۰ ډېر غړي په بېلابېلو عملیاتو کې وژلي دي. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کې پلار، زومان، ترونه او د توړۍ زامن شامل دي. دوی زیاتوي چې له دغو کسانو یو شمېر یې په کابل کې نیول شوي او تر سختو شکنجو لاندې يې ساه ورکړې او نور بیا په پنجشېر کې د طالبانو د استخباراتي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
دغه سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې طالبان د کلي له مخورو او ملا امامانو سره له همغږۍ پرته، د شپې لخوا کليو ته ځي او پوځي بريدونه کوي. د دوی په وینا، طالب جنګیالي ادعا کوي چې د دې کورنۍ د ټولو غړو پوره نوملړ ورسره دی او د نورو پاتې کسانو د نیولو یا وژلو په لټه کې دي. دوی وايي چې د ښځو، ماشومانو او سړیو په ګډون د دې کورنۍ پاتې کسان د نیول کېدو یا وژل کېدو له وېرې له خپلو کورونو تښتېدلي او ناڅرګندو سیمو ته تللي دي. دوی خبرداری ورکوي چې دا کسان لا هم د نیول کېدو او وژل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
دغه سرچینې زیاتوي چې د دغه راز عملیاتو دوام د سیمې د خلکو ترمنځ د وېرې او ناامنۍ فضا خپره کړې او د ټولې سیمې ارامتیا یې ګډوډه کړې ده.
په پنجشېر کې یوه ځايي سرچینه علي (مستعار نوم) د دې ولایت د حصه اول ولسوالۍ په زني کلي کې د طالبانو له لوري د ځنځیري وژنو ډېرېدل اندېښمنوونکي بولي. هغه وايي چې طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د دغې کورنۍ تر ۱۰ ډېر غړي د «انسان تښتوونکو په بانډ» کې د غړیتوب په تور په بېلابېلو پیښو کې وژلي دي. د هغه په وینا، یو شمېر دا کسان په کابل کې نیول شوي او تر شکنجې لاندې يې ساه ورکړې او ځینې نور په پنجشېر کې په استخباراتي عملیاتو کې وژل شوي دي.
د پنجشېر دا اوسېدونکی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د یوې کورنۍ تر ۱۰ ډېر غړي« د انسان تښتونې د بانډ» په تور یو په بل پسې وژلي دي. په دغو کسانو کې پلار، زومان، ترونه او د توړۍ زامن شامل دي. ځینې یې په کابل کې ونیول شول او تر سختو شکنجو لاندې ووژل شول او نور بیا په پنجشېر کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. حسیني، کریمالله، هابیل او څو تنه نور په دغو بریدونو کې وژل شوي کسان دي.»
علي همداراز وايي چې طالبان د کلیو له مشرانو سره له خبرېدو پرته، نيمه شپه کلیو ته ځي او ناڅاپي پوځي عملیات ترسره کوي. د هغه په وینا، طالبان ادعا کوي چې د دغې کورنۍ د ټولو غړو پوره نوملړ ورسره دی او د پاتې نورو کسانو د نیولو یا وژلو په هڅه کې دي.
د پنجشېر دا اوسېدونکی زیاتوي: «د دې کورنۍ پاتې غړي، لکه ښځې، ماشومان او سړي، د نيولو یا وژل کېدو له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي او ناڅرګندو ځایونو ته یې پناه وړې ده. دوی اوس هم اندېښمن دي چې په هر ځای کې په نښه کېدای شي.»
په پنجشېر کې بله ځايي سرچینه ستار (مستعار نوم) دا خبرې تاییدوي او وايي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د دې کورنۍ د غړو د په نښه کولو لپاره په حصه اول ولسوالۍ کې څو پوځي عملیات کړي دي.
د پنجشېر دا اوسېدونکی زیاتوي: «د طالبانو شپنیو عملیاتو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې ده. د سیمې اوسېدونکي د شپې له اتو بجو وروسته د نیول کېدو یا ویشتل کېدو له وېرې له خپلو کورونو نه وځي. د طالبانو د لوا ځواکونه چې په د دفاع وزارت پورې اړوند دي، د دغو بریدونو په کولو کې د پنجشېر له ځايي چارواکو سره همغږي نه کوي او یوازې د قوماندان امرونه پلي کوي. له همدې امله ځان د ولایت د مقام د اوامرو منلو ته اړ نه بولي.»
په پنجشېر کې بله ځايي سرچینه حسینعلي چې وايي چې پر پنجشېر د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په بېلابېلو پلمو ځنځیري وژنې او د دغه ولایت د اوسېدونکو وژل کېدل دوام لري. هغه زیاتوي چې طالبان د امنیتي اندېښنو او ولسي مخالفتونو له وېرې، د ترهې د رامنځته کولو او د خلکو د روحیې د کمزوري کولو لپاره داسې ګامونه پورته کوي.
د هغه په وینا، پر رسنیزو فعالیتونو د طالبانو لګول شویو بندیزونو او د دغو پېښو لږ خبري پوښښ د دې سبب شوی چې ډېری دا خبرونه په رسنیو کې راپورته نه شي. هغه همداراز وايي چې پر اوسېدونکو د شپې له خوا د ګرځېدو بېشمېره محدودیتونه لګول شوي او دې کار د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.
دا ځوان وايي: «په پنجشېر کې د وژنو موخه د سیمې لا ډېرکنټرولول، د خلکو د روحیې زیانمنول او وېرې د فضا رامنځته کول دي. سره له دې چې طالبان پر پنجشېر واکمن دي، بیا هم د ناامنۍ احساس کوي او په بېلابېلو پلمو، په ځانګړۍ توګه ځوانان او پخواني پوځیان نیسي. ډېری دا کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول کېږي، وهل کېږي او شکنجه کېږي او یو شمیر یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. خلک تر سخت فشار او ګواښ لاندې دي او د شپې له اوو یا اتو بجو وروسته، د نیول کېدو یا ځورولو له امله نه شي کولای له خپلو کورونو بهر شي یا دخپلو کرنیزو چارو او کروندو خړوبولو ته چې عموماً د شپې له خوا کېږي، ولاړ شي.»
په پنجشېر کې د دغو ځنځیري وژنو په تړاو ادعاوې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په خپل تازه درې میاشتني راپور کې، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی. دا راپور چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر مارچ پورې موده تر پوښښ لاندې نیسي، د بشري حقونو د نقض، لکه پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو، راستنېدونکو ته د ورپېښو خطرونو، علني اعدامونو، پر رسنیو د فشارونو او پر مدني فعالانو د بندیزونو خبر ورکړی دی.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو له خوا د عمومي بښنې له اعلان سره سره، لږ تر لږه ۱۴ناقانونه وژنې، ۲۸ خپلسرې نیونې او د پخوانیو امنیتی او دفاعي ځواکونو د غړو په نښه کولو او ځورولو۷ قضیې ثبتی شوې دي. په قربانیانو کې هغه کسان هم لیدل کېږي چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي وو.
دغه راز د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي چې افغانستان د بشري حقونو له جدي ناورین سره مخ دی؛ هغه ناورین چې د ده په وینا، د دغه هېواد د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند يې د پام وړ بدل کړی دی.






