۸صبح، کابل: د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخواني ستوري شاپور ځدراڼ چې د وینې د سپینو کرویاتو د سخت کمښت له ناروغۍ کړېده، له نړۍ سترګې پټې کړې.
دغه لوبغاړي نن سه شنبه د چنګاښ پر ۱۶مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې، هغه تر دې وړاندې د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.
د لومړنیو راپورونو له مخې، د درملنې په پیل کې د هغه روغتیایي حالت یو څه ښه شوی و؛ خو په وروستیو ورځو کې یې حالت بېرته خراب شوی و.
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ یو له اغېزناکو څېرو و چې په ملي او نړیوالو سیالیو کې یې په خپلې ورزشي کارنامې سره، تل د دې لوبې ځوان نسل ته انګېزه ورکړې وه.
ځدراڼ په ۱۹۸۷ کال کې په پکتیا ولایت کې زېږېدلی و او نړیوالو جامونو ته د افغانستان په لارموندنې او د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې د سکاټلنډ پر وړاندې د افغان لوبډلې د لومړۍ بریا په ترلاسه کولو کې یې بنسټیز رول لوبولی و.





