د خپرو شویو راپورونو له مخې د اسلامي نړۍ نامتو عالم شیخ محمد یوسف قرضاوي مړ شوی دی.
قرضاوي د مصر سني عالم او د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې بنسټ اېښوودونکی و.
شیخ قرضاوي د ځینو عربي حکامو منتقد نفوذ لرونکی سني عالم و او په تونس، مصر، یمن، لیبیا او سوریه هېوادونو کې یې له ولسي پاڅونونو ملاتړ کړی و.
محمد یوسف فرضاوي په ۹۴ کلنۍ مړ شو.
شیخ قرضاوي د عتدالپالونکي عالم په توګه یادېږي، چې له دیني افراطپالنې سره سخت مخالف و.