شېرجان مزدوریار- د مینې او مبارزې جګړه
لیکوال: ډاکتر یارمحمد ترهکې

دادی په دی راتلونکی اونی کې د خلق دموکراتیک ګوند مخور کدر او د ثور د پاڅون له قوماندانانو له ټول څخه یو قوماندان (شیرجان مزدوریار) تلین دی. خدای (ج) دی وبخښی!
ددې لیکنې موخه د شیرجان مزدویار تر انځور لاندې د یوې مهمې موضوع څیړل دی.
د مینې او فکري مبارزې ترمنېځ جګړه
شیرجان مزدویار د روزګان ولایت د ترینکوټ اوسیدونکې وو او د لوی کندهار د محمدزیو په قام پورې یې تړاو درلود. د قام نوم مې ځکه واخیست، چې په ګوند کې تر ټولو مخور محمدزی همدا مزدوریار وو. ده په فکري او عقیدتي توګه د یوه خلقي دولت د راوستلو او د یوې کورنۍ د نظام د ړنګولو تکل کړی وو. مزدوریار د خپل ټبر د قدرت د ختمولو لپاره یوې لویې سیاسي مفکورې ته ور اوښتی وو.
شېرجان مزدوریار د اردو صاحبمنصب وو او په ۱۳۵۴ لمریز کال کې دی ګوند ته جذب شوی وو.
مزدوریار د ښه خصلت، دنګې ځوانۍ، او ښو سلوکونو لرونکې انسان وو.
په میړانه یې د ثور انقلابی پاڅون په کار کې ګډون وکړ او د افغانستان په دموکراتیک جمهوریت کې د مخابراتو د وزیر په توګه وګمارل شو. ظاهرآ هرڅه سم روان وو او ده خپله دنده د لوړ وجدان سره سم اجرا کوله.
شیرجان د کورنۍ ژوند څخه لږ ناراضه وو ځکه چې ماشومان یې نه درلودل. ددې لپاره چې دغه نیمګړتیا پوره کړي نو خپل وراره یې کورته راوست او د هغه په روزنه کې یې لیڅې رابډوهلې.
ځوان وزیر د ښکلي خصلت خاوند، د ډير صلاحیت لرونکې او د ولسمشر د ډیرو نېږدې کسانو له ډلې څخه وو. مزدوریار ښکلې ځواني، دنګه ونه او ښه خوږه کندهاري ژبه هم درلودله. په ټولنه کې داسې کسان لږ پیدا کېږي چی په یوه وخت کی د څو ښو خصلتونو خاوند وی. شیر جان یو له دغو کسانو څخه وو. ډير ژر د مزدوریار نوم د کابل د خلکو په خوله کې کښېناست. نجونو او ځوانانو به دده د ځوانۍ او کاکه توب په باب خبرې کولې. ځینې به دفتر ته ورتلل. ځینو به مېلمستیاو ته ورغوښت. ځینې ښاري نجونې به د کار او یا عرایضو په پلمه دده دفتر ته ورتللې چې وېې وېني.
مزدوریار هم د خپل سوله ییز او ښه سلوک له کبله د دوی خبری نشوای ردولای. دا لومړی ځل وو چی خلکو په مستقیمه توګه د چارواکو سره لیدل کتل کول، خلکو ددوی خبری اوریدلی اوله دوی سره یی ناسته ولاړه کوله. ځوانانو د لیک لوست تر څنګ په فرهنګی او هنری هلو ځلو کی د ګډون او یو د بل سره د خبرو اترو لاره موندلی وه. په فرهنګی ناستو کی به د هلکانو څڼیی او د نجونو رنګین ټکری نڅاوی کولی. پهدې ولولو او رنګونو کې مزدوریار پر یوې ځوانۍ او ښکلې کابلۍ نجلۍ زړه بایلود.
دا هغه وخت وو، چې خلقيان د زړه په فکر کې نه وو. له دوی څخه کور او دیره هیره وه. له سهاره به تر ماښامه، په وظیفو کې وو. مینه، کورنۍ، ماشومان، شخصي ژوند، باڼډار او ودونه، له دوی څخه پاتی وو. د هغه خلقي، چې به شونډې ډېرې وچې وې، او پوندې به یې ډیری چاودې وې، هغه به ښه خلقي وو! د چوپړ په دی اله ګوله کی مزدوریار د خپل زړه غږ واورید. د اوسپنیز هوډ خاوند او د سختو شیبو قوماندان د مینی غیږ ته ورولوید. د افغانستان په کچه مزدوریار ددې لپاره ځان ته دلیل هم درلود. مزدوریار په دی پوهیدو چې دده کار به په ګوندي کړیواو د ملګرو په ټول کې لانجې راوپاروي. خو مینه مینه وه. زړه بایلل شوی وو. شیرجان دغه راز تر ډيرو پټ وساتو. ډير ژر یې په یوه کوچني ناسته کې له دې پیغلی سره واده وکړ. خو خبره په ښاري ژوند کې د چا په خوله کې نه پاتیږي. ډیر ژر دا خبر لکه تندر په ګوندي سازمانونو کې تیته شوه! ډیر ژر د ګوند د غړو، مشرانو او کشرانو د انتقاد ګوتې ده ته ونیول شوې.
هو! د افغانستان او د وطن د دودونو سره سم مزدوریار کولای شوای چې دوهمه ښځه وکړي. خو ګوند پتیلې وه، چې د خپلو فکري لیدلوری او موخو سره سم به د نوي انسان روزنه کوي. پهدې روزنه کې د افراط او تفریط دود ځای نه درلود. پهدې روزنه کې د مقام لرونکو او نه لرونکو ګونديانو ته د اضافه سوکالۍ، د دوهم واده او د دوهم کور اجازه نه وه. چا چې به یو اپارتمان درلود، د دوهم اجازه ورته نه وه. په دولتي موټر کې د شخصي کارونو کول، د رسمي وخت څخه وروسته د دولتي آسانتیاوو څخه ګټه اخیستل، په خپلو دفترونو کې خپل خپلوان په کار ګومارل، په پوهنتونونو کې د ټیټو نمرو اخیستل، له کاره تیښته دا ټول د هغه وخت د ګوندي اصولو او اخلاقو خلاف کارونه ګڼل کېدل.
د خپل زړه د غوښتنې او په غیږ کې د ماشوم د ژړا هیله له یوې خوا او د هغه ګوند اصول او اخلاقیات، چې څوکاله وړاندې یې ورته هوډ کړی وو، له بلې خوا، مزدوریار د پاڼ او پړانګ تر مینځ ودراوو! دده په زړه کې مینه بریالی شوی وه. دده په زړه کې د یوه نوي ژوند او یوه نوي پیل هیلې غوړیدلې وې. مزدوریار به تر نورو په غونډو کې چپ خو په خوله موسک وو. ډیر به په انقلابي غونډو کې نه ښکاریدو. په هغه وخت کې په غونډو او محافلو کې د ګوندي لوړ پوړو چارواکو او کدرونو مېرمنې او د کورنۍ غړو هم ګډون کاوه. که به دا د بیرغ ورځ وه، که به د علومو د اکاډمۍ ورځ او یا د ملي اردو ورځ وه. دود داسې وو چې د معین تر کچې دولتی چارواکو باید د خپلو کورنیو له غړو یعني مېرمنو سره په غونډو کی ګډون کړی وای. دا یو نه لیکل شوی خو منل شوی دود ګرځیدلی وو. خو د چا نه په یادېږي، چې مزدوریار دې خپله میرمن دغو غونډو، او یا محافلو ته راوستلې وي! دده له دوهم واده څخه خلک- په تېره سختدریځه ګوندیان- خبر شوی وو. ډیر ژر هغه مینه او هغه توجه چې به ده ته کېدله، هغه په شک او ګوت څنډنې بدله شوه.
وخت په تیریدو وو . د هیواد د سیاسي او ټولنیز ژوند حوادث په چټکۍ روان وو. لومړنی بغاوت، لومړنۍ جګړې، لومړني بمونه او لومړني اکمالاتی کتارونه په لاره روان شول. میاشتې تیرې شوې، کال تیر شو. له دې سره د خلقيانو په مینځ کې وېنه توې شوه. د سترګو په رپ کې پاچاهیانې بدلې شوې. حوادث دومره په چټکې روان وو، چې د ډيرو خلکو مزدوریار بالکل هیر شو. مزدوریار هم د لنډې مودی لپاره د قدرت له غدۍ څخه را پریوت او پر کور نظربند شو. خو ډير ژر مزدوریار بیا هم په لوړو څوکیو را څرګند او پاتې شو. هغه بیا هم د برم او لوړ نوم څخه کرکه درلوده. ډير یې د تلویزیونونو، ویناوو او دیپلوماتیک پروتوکول مینه نه درلوده.
که څه هم د مزدوریار دوهم واده، د ګوند د غړو هیر شوی وو، خو دده په خپله په یاد وو او په عامو غونډو، او ناستو که به تر نورو چپ او محجوب وو.
په ۱۹۹۲زېږدیزکال، د خلق دموکراتیک ګوند(دا مهال وطن ګوند)، سیاسي قدرت ددې لړۍ د وروستي واکمن ډاکتر نجیب الله په استعفا پای ته ورسید. د نورو ګونديانو سره یو ځای شیرجان مزدوریار هم د غربت او هجرت په څپیړه ووهل شو.
خو دده زړه بیا هم له هیلو او مینې څخه ډک وو. خپلو ملګرو او ګوند ته ملامت؛ خو خپل زړه ته سر لوړی وو. دی د ښکلې کورنۍ، ښکلو لوڼو خاوند شوی وو. ده فکر کاوه، چې ګواکې د سپینژیریتوب ژوند به یې لږ هوسا او نور به له انقلابي حوادثو څخه په امن وي! مزدوریار نه پوهیده، چې د ژوند حوادث به دی پر کراره پرینږدي.
نور هغه ځوانۍ، هغه ښکلا، هغه عسکري چرمهداره دریشي او په پوځي رتبو او نښانونو سینګار یونیفورم نه وو. نور د وزارت څوکۍ نه وه، چې خلک ورته په کتار کې ودریږي. نور رسمي او ډیپلوماتیک محفلونه نه وو چې پر ده ګلان وشیندل شي. مزدوریار یوازې یو خوار مهاجر وو. دی خلقي وو او وهنه او غلا یې نه وه کړې. په تیرو څو کلونو کې د وزارت د څوکۍ له دندې سره سره یې غریبانه ژوند درلود. یوازې یو اپارتمان او بس. دولتي تنخواه او لکه نورو مامورینو په کار کې ماکولات او سرکاري ډوډۍ او په کور کې شکنه.
چی قدرت لاړ نو هغه شکلي برم او منډې ترړې هم ولاړې. مزدوریار هوډ وکړ چې دا وار به د خپلو ګونديانو همفکرانو سره وي. د دوی په راټولولو به پیل کوي. خپل پاتې ژوند به دوی ته ورکوي. د اروپا څخه به تر امریکې او آسیا د دوی لپاره چوپړ کوي. د ځوانۍ ددورې له مینې او ملګرې سره به یو ځای، دا چوپړ کوي.
خو کله چې یې سر تر اروپا ورسید نو حالات بدل شوی وو. د لویدیځ تجمل، ښکلاګانې او پر زبیښاک او درواغو ولاړې کلاګانې دده او د کابلی مینی تر مینځ لوی دیوال جوړ کړی وو. مزدوریار متوجه شو، چې دده د ځوانۍ مینه نور دده سره نده او ډير ژر یې له ده څخه لاره بیله کړه. نور هغه د کابل مینه د اروپا په اوبو کی لاهو شوی وه. په سرو سترګو یی د خپلی مینی انجام ولید. دا ګوزار دومره ژر او ناببره وو چی د مزدوریار څخه یی لاره ورکه کړه. ډیر ژر یې هغه څه بایلودل، چې ددې لپاره یې ټوله ځوانۍ او آن فکري-ګوندي ملګري له لاسه ورکړي وو. ژوند ډير نامهربانه او بېوفا شوی وو. مزدوریار په پوخ عمر کې بیا یوازې شو.
د مزدوریار لپاره نور ډیر څه نه وو پاتې. د ګوندي کار لپاره ده کورنۍ او غولي ته اړتیا درلوده. هغه څه چې ده نور نهدرلودل. د نورو د مثال کېدو لپاره ده د بریالۍ کورنۍ درلودل غوښتل. هغه څه چې ده نه درلودل.
مزدوریار په وروستیو وختونو کې په یوازېتوب او دروغتیایي ستونزو سره ژوند کاوو. ډیر ژر یې د تجرید او یوازېوالي لاره غوره کړه! د چا سره به یې نه کتل. یو مخور خو غریب خلقي بالاخره د لویدیځ هیواد، د ټولنیزو خدمتونو په یوه وړوکي اپارتمان کې، په یوازې توګه استوګن شو. د ژوند پانګه یې یوازې یو کټ، یو وړوکی میز او څو کتابونه وو!
یوه ورځ یې قلم را واخیست او د خپل ژوند د کېسی په لیکلو یې پیل وکړ. دا ځل یې هوډ وکړ، چې هیڅ به نه پټوي! د مبارزې، د مینې، د بیوفایۍ، د ملامتۍ داحساس په باب به هرڅه لیکي! خو ژوند حتی ددغه کار مجال هم ورنکړ. ډیر ژر د ناروغۍ له امله له تګه ولوېد، پر بستر وغځېد او د خبرو څخه ولوید.
نور نو مشهور مزدوریار له ډيرو هیر شوی وو. په افغانستان کې ښه خلک، چې ژوندي وي، ډير نه یادیږي. په افغانستان کې یوازې هغه کسان یادیږي، چې جنجال زیږوي، غلاوې کوي او یا خبرونه جوړوي. مزدوریار نه جنجالونه زیږول او نه یې خبرونه جوړول. هغه یو باسلوکه، کاکه خو مات انسان وو.
د سردار داوودخان د سپینې کودتا د تورې شپې ټانکځغلونکی پاڅونوال افسر او د ثورد پاڅون، یو نوموتی قوماندان، ځوان وزیر، چې خپله ګوندي، سیاسي، ټولنیزه او قومولۍ دبدبه یې، د مینې پښو ته کښېښوده، په داسې حال کې، چې له ټولو القابو او ویاړونو خلع شوی وو، د زړښت ، نالښت او رنځورتیا په منګلو کې، د ۲۰۲۲زېږدیز کال د جون په ۱۱ مه، له افغانستان او روزګان لېرې، د سپین ږیرو په یوه اپارتمان کې، پور پری کړ.
کله چې د مزدوریار ژوند ته ګورو نو یو حقیقت را په ګوته کېږي. ښه انسانان مخکې له دې، چې وپیژندل شي، د مرګ کندې ته ورشیوه شي! مخکې له دې، چې خلک د دوی کېسه واوري او له کړو وړو یې خبر شي او عبرت واخلي له دې نړۍ کډه شي. ډیر لوی هنرمندان، مبارزان، عالمان، قوماندانان، ښوونکې او کسبګر بې له دې، چې مونږ یې په ژوند او کړو وړو خبر شو، له دې نړی څخه تللی دی!
د مزدوریار ژوند، د مبارزې او د مینې ترمینځ د جګړی یو مثال دی. پهدې جګړه کې مینه بریالۍ شوې وه.
د ورځپاڼی یادونه:
د لیکنې فکري منځپانګې او دریځ مسئولیت لیکوال ته ورګرځي.
خو د مزدوریار د ژوند له کیسې برېښي، چې مینه پر منل شویو، دودشویو افکارو، باورونو، اخلاقو او روایاتو زوروره ده.
څه فکر کوئ، چې که د تېرې نیمې پېړۍ، د سیاست او فکر هر استازی، د مینې سېل او توپان فتحه کړی وای، نن به موږ څه برخلیک درلود.
اداره