۸صبح، کندهار: په کندهار کې د شیعهګانو د علماوو شورا او سراسري شورا، په کابل کې پر خاتمالنبیین مدرسې د طالبانو ورتګ او د ځينو شیعه مشرانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې د هغوی د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
دغو شوراګانو سهشنبه د وږي پر ۱۷مه په خپاره کړي بیان کې له طالبانو غوښتي چې له قومي، مذهبي او ژبني تبعیض پرته د ټولو هېوادوالو حقونو ته پاملرنه وکړي.
د بیان له مخې، په کندهار کې د شیعهګانو شوراګانو ویلي چې تمه ده له علمي او دیني څېرو او شیعه مشرانو سره د چلند پر مهال یې حرمت او مقام وساتل شي.
په بیان کې راغلي: «باوري یو چې د خلکو باور په فشار او جبر نه ترلاسه کېږي؛ بلکې د عدالت، درناوي، خبرو او د ټولو د حقونو د رعایت له لارې رامنځته کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې طالبان د دې ډلې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر په کابل کې پر خاتمالنبیین مدرسې او د هزارهګانو او شیعه مشرانو د اړیکو پر شورا ورغلي او ځینې شیعه مخور یې نیولي دي.





