۸صبح، کابل: د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني منیجر شېراغا همکار د افغانستان کرېکټ بورډ پر فساد تورن کړی او ادعا یې کړې چې د یاد بورډ اوسنی مشر میرویس اشرف په «مدیریت نه پوهېږي» او هغه یې یوازې یو کرېکټر یاد کړی دی.
همکار جمعه د وږي پر ۲۳مه په خپله فېسبوک پاڼه یوې خپرې کړې ویډیو کې د کرېکټ بورډ پر مشرانو تُندې نیوکې کړې او تور یې لږولی چې دوی د افغان کرېکټ ودې لپاره هېڅ بنسټیز ګامونه نه دي پورته کړي.
د نوموړي په خبره، شاوخوا یو نیم کال کېږي چې کرېکټ بورډ د ملي لوبغاړو تنخواوې نه دي ورکړي او شته بودیجه یوازې د خپل موقف ساتلو لپاره کاروي.
شېراغا همکار دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د افغانستان په کوربتوب د نیوزیلېنډ پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه د پرلپسې سختو بارانونو له کبله لغوه اعلان شوه او پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده.
همکار زیاته کړې:«د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره ډېری کسان چې تخنیکي نه وو یوازې په انډیوالۍ لیږل شوي، ځکه ټول تخنیکي په کار پوه کسان پاتې دي او پر ځای یې د ایټي برخې کسان بیول کېږي.»
د کرېکت بورډ دغه پخواني غړي یاده ټېسټ لوبه د افغانستان کرېکټ لپاره یو طلایي چانس بللی او لغوه کېدل یې د ملي لوبډلې په حق کې یو لوی خیانت یاد کړی دی.
تر اوسه افغان کرېکټ بورډ د «همکار» دغو ادعاوو په ځواب کې کوم غبرګون نه دی ښودلی.
که څه هم ۸صبح ورځپاڼې څو ځلې هڅه وکړه چې په دې تړوا دکرېکټ بورډ نظر واخلي، خو دا لومړی ځل نه دی چې په ورته مواردو کې د نوموړي بورډ ویاند سیدنسیم سادات ځواب ویلو ته نه حاضرېږي.
شېراغا همکار زیاته کړې چې د کرېکټ بورډ او ملي لوبډلې پرمختګ د اوسني نامسلکي مدیریت ثمره نه بلکې په خبره یې، ټول هغه څه دي چې د پخوانیو لوبغاړو په هلو ځلو لاسته راغلي دي.
نوموړي پر افغان ملي لوبغاړو غږ کړی چې د خپلو حقونو او «روان فساد» پر وړاندې دې غلي نه کښینې او خپل غږ دې پورته کړي.





