د نفوس له زیاتېدو او د هوا له ګرمېدو سره هممهاله، د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ښار په ډېرو برخو کې د کثافت دانیو له کمښته شکایت کوي. د دوی په وینا، د کافي کثافت دانیو نشتوالی د دې لامل شوی چې ځینې هېوادوال د کثافاتو د غورځولو لپاره د مناسب ځای د نه لرلو له امله خپل کثافات په لښتیو، ویالو او عامه ځایونو کې وغورځوي.
اوسېدونکي وايي چې ښاروالي هم کثافات پر خپل وخت نه راټولوي او په پایله کې په ویالو کې د اوبو په درېدو او په ګرمه هوا کې د کثافاتو په خوسا کېدو سره، په ښار کې بد بوی خپرېږي او ماشې زیاتېږي؛ هغه وضعیت چې د هېوادوالو ورځنی ژوند او روغتیا یې له ستونزو سره مخ کړې ده. په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کثافاتو ناسم مدیریت، د ښار ښکلا او چاپیریال ته پر زیان رسولو سربېره، د اوبو، خاورې او هوا د ککړتیا لامل ګرځي او د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو زمینه هم برابروي.
د هرات اوسېدونکې خدیجه (مستعار نوم) د ښار په ډېرو سیمو کې د کثافت دانیو پر کمښت نیوکه کوي. د هغې په وینا، د هرات ښار د نفوس له زیاتېدو او پراخېدو سره سره، لا هم د ښار په ډېرو برخو کې کافي کثافت دانۍ نشته. دغه کمښت د دې لامل شوی چې یو شمېر ښاریان د کثافاتو د غورځولو لپاره د مناسب ځای د نه لرلو له امله خپل کثافات په لښتیو، ویالو او عامه ځایونو کې پرېږدي.
د هرات دغه اوسېدونکې وايي: «دا وضعیت، په تېره بیا د اوړي په تودوخه کې د بد بوی د خپرېدو، د ماشو، مچانو او نورو حشراتو د ډېرېدو، د چاپیریال د ککړتیا، د لښتیو د بندېدو او د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو د خطر د زیاتېدو لامل شوی او ښاریانو ته یې جدي اندېښنې راپیدا کړې دي.»
دا مېرمن همداراز پر هغو کسانو د کافي څارنې پر نشتوالي نیوکه کوي چې خپل کثافات په لښتیو، ویالو او عامه ځایونو کې غورځوي. هغه زیاتوي: «ډېری ښاریان په دې باور دي ترڅو چې له سرغړونکو سره قانوني او جدي چلند ونه شي او په دې برخه کې رښتینې څارنه نه وي، دا ستونزه به د پخوا په څېر پاتې وي او د ښار د پاکولو لپاره به د ښاروالۍ هڅې هم ښه پایله ورنه کړي.»
د هرات بله اوسېدونکې رخسار (مستعار نوم) وايي که څه هم د ښار په ځینو برخو کې کثافت دانۍ شته، خو شمېر یې کافي نه دی او د کثافت دانیو ترمنځ واټن هم خورا زیات دی. هغه وايي: «خلک چمتو نه دي چې د خپلو کثافاتو د غورځولو لپاره دومره اوږد واټن ووهي، له همدې امله ډېری یې کثافات په تر ټولو نږدې لښتیو او ویالو کې غورځوي.» د هغې په وینا، ښاروالي هم کثافات پر خپل وخت نه راټولوي او د هوا په ګرمېدو سره، په لښتیو کې اوبه ولاړې پاتې کېږي او کثافات خوسا کېږي چې له امله یې بد بوی خپرېږي او ماشې زیاتېږي. هغه وايي: «کله چې د دغو لښتیو له غاړې تېرېږې، بد بوی یې رښتیا هم ځوروونکی وي.»
رخسار زیاتوي، هغه کورنۍ چې کورونه یې لښتیو ته نږدې دي، له دغه وضعیته تر ټولو زیاتې زیانمنېږي؛ ځکه ماشې د هغوی کورونو ته ننوځي او ژوند یې ورته سخت کړی دی. هغه وايي: «زموږ ماشومان د ماشو له امله له شپې تر سهار خوب نه لري. ان له درملو هم کار اخلو، خو کومه ګټه نه لري. له بلې خوا، د ښار نفوس زیات شوی او ډېر کډوال هرات ته راستانه شوي دي، خو ښاري او روغتیايي خدمتونه د نفوس د دغه زیاتوالي په تناسب نه دي پراخ شوي.»
د هرات بل اوسېدونکی فواد (مستعار نوم) هم په ښار کې د کثافت دانیو پر کمښت نیوکه کوي او وايي چې په دغه ولایت کې د شته کثافت دانیو شمېر کافي نه دی او ترمنځ یې واټن هم زیات دی؛ له همدې امله یو شمېر اوسېدونکي تر ټولو نږدې کثافت دانۍ ته د کثافاتو د وړلو پر ځای، خپل کثافات په ویالو او لښتیو کې غورځوي.
د هرات دغه اوسېدونکی وايي: «په هرات کې د کثافت دانیو کمښت په رښتیا د اندېښنې وړ دی. د هوا په ګرمېدو سره دا ستونزه لا زیاته احساسېږي. ډېری خلک د کثافت دانیو د لېرېوالي له امله، خپل کثافات هلته نه لېږدوي او په لښتیو کې یې اچوي. مسوولان باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او د ښار په بېلابېلو برخو کې ډېرې کثافت دانۍ نصب کړي څو خلک په اسانۍ سره ورته لاسرسی ولري.»
له دې سره هممهاله، د اقلیم د بدلون او د چاپیریال ساتنې کارپوه سید محمد سلیمانخېل وايي چې د افغانستان یوه له اساسي ستونزو د کثافاتو کمزوری مدیریت دی. هغه وايي: «د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د کثافاتو مدیریت یوازې د هغو د غورځولو یا لېږدولو په ځای کې په پام کې نیول کېږي، په داسې حال کې چې مدیریت باید له مبدا، یعنې له هغه ځایه پیل شي چې کثافات تولیدېږي.»
ښاغلی سلیمانخېل خبرداری ورکوي چې د کثافاتو ناسم مدیریت د چاپیریال د ښکلا پرخرابولو سربېره، د اوبو، خاورې او هوا د ککړتیا لامل ګرځي او د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو زمینه هم برابروي.
د اقلیم د بدلون او د چاپیریال ساتنې دغه کارپوه زیاتوي: «اړینه ده چې د کثافاتو مدیریت له مبدا ه وشي او هر وګړی د هغو کثافاتو د مدیریت مسوولیت پر غاړه واخلي چې پخپله یې تولیدوي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کابل یو شمېر هغو اوسېدونکو هم چې د ښار له مرکزه په لېرې سیمو کې ژوند کوي، په خپلو سیمو کې د کثافاتو د سطلونو له نشتوالي شکایت کړی و. دوی ویلي وو چې په اوږدو واټونو کې هم یوه کثافت دانۍ نه موندل کېږي او دې موضوع خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د دوی په وینا، د کثافاتو د سطلونو نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک خپل کثافات د سړکونو پر غاړه، په کوڅو او لښتیو کې وغورځوي. دوی زیاته کړې وه چې د سړکونو او کوڅو پر غاړو د کثافاتو ډېرېدو د خلکو لپاره ګڼې روغتیایي او چاپیریالي ستونزې هم رامنځته کړې دي.





