۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبر ورکړی چې د ایټالیا په مالي ملاتړ په ننګرهار او لغمان کې د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو څه باندې ۶۸ زرو کسانو ته لومړنۍ روغتیايي خدمات وړاندې کړې دي.
نوموړي بنسټ دوشنبه د تلې پر ۲۷مه ویلي چې په دغو کسانو کې څه باندې ۳۱ زره ښځې، څه د پاسه ۲۰ زره ماشومانو او څه باندې ۲۰ زره راستنېدونکي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره، دا مرکزونه له بسترېدو پرته روغتیايي خدمات، د مور او ماشوم روغتیا، د تغذیې خدمات، واکسین، درمل، د امبولانس بېړني خدمات او رواني او ټولنیز ملاتړ وړاندې کوي.
یاد سازمان زیاته کړې چې د ایټالیا د دولت ملاتړ، د افغانستان په ختیځ کې خلکو ته د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې مرسته کوي.





