۸صبح، کندهار: له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) وايي چې د جاپان په ملاتړ په افغانستان کې زیانمنونکو ته د روږتیا د درملنې خدمات او کاري فرصتونو لاسرسی پراخوي.
نوموړي دفتر دوشنبه د تلې پر ۲۷مه ویلي چې په افغانستان کې د جاپان سفارت یوه پلاوي، د دغه هېواد د سفیر ماساموتو کنیچي په مشرۍ په کندهار کې د یاد دفتر د پروژو له پلي کېدو لیدنه کړې ده.
د دغه دفتر په خبره، په افغانستان کې د جاپان سفارت او د جاپان د نړیوالې همکارۍ اداره (JICA) د دغو پروژو ملاتړ کوي.
دا پروژې د زیانمنونکو د ملاتړ، د روږتیا د درملنې لپاره د اسانتیاوو برابرولو او په افغانستان کې د بدیل معیشت او عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پلي کېږي.





