سیګار: امریکا په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ لپاره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) اعلان کړی، چې د امریکا متحدو ایالتونو د افغان ماشومانو په ځانګړې توګه د تنکیو نجونو د ملاتړ لپاره ۴۰ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.
سیګار د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ پر۱۰نیټه، په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) ) له افغان ماشومانو نه د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو په موخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق (یونېسف) سره ۴۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
دغې ادارې دغه راز زياته کړې، چې دغه مرسته په ځانګړې توګه د تنکيو نجونو د زده کړې له حقه د ملاتړلپاره ځانګړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دغه هېواد تنکۍ نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.