۸صبح، بامیان: بامیاني لوبغاړي د سکي په سیالیو کې چې د څو ولایتونو ترمنځ پيل شوې وې، وتوانېدل چې لومړی، دویم او درېیم مقام وګټي.
دغه سیالۍ چهارشنبه د کب پر ۴، د المپیک ملي کمېټې په ملاتړ د بامیان مرکز اړوند «قرغنه تو» سیمه کې ترسره شوې.
د هېواد ژمنیو ورزشونو ټولنې رییس اسد الله باتوري ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په دغو سیالیو کې د کابل، غزني، وردګ او بامیان لوبغاړو ګډون کړی وو.
باتوري زیاته کړه، چې د ژمنیو ورزشونو فیسټیوال په کال کې یو ځل په بامیان کې ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې د سکي، سنوبورډ، کرولینګ، وایټ لان او د کنګل پر سر سکېټ فدراسیونونو لوبغاړي ګډون کوي.
د باتوري په وینا، په تېرو کلونو کې په ژمنیو فیسټیوالونو کې د لوبغاړو شمېر زیات وو؛ خو سږ کال د مالي محدودیتونو او امکاناتو د کموالي له امله، له هر ولایته یوازې اته لوبغاړي رابلل شوي وو.
د ویلو ده، چې د ژمنیو ورزشونو فیسټیوال په تېرو دورو کې د خصوصي شرکتونو او بهرنیو ملاتړو په همکارۍ جوړېده؛ خو سږ کال يې یوازې المپیک ملي کمېټې ملاتړ کړی و.