۸صبح، کابل: د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو دا خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د مرغومي پر ۱۷ او ۱۸مه په هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، هلمند، کندهار، روزګان، زابل، غزني او پکتیکا کې د واورې یا باران د اورېدو اټکل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې او د واورې بیا له ۱۰ تر ۲۵ سانتي مترو پورې د ورېدو وړاندوېنه کېږي.
د یادونې وړ ده چې د هوا پېژندنې ادارې له دې وړاندې هم د هېواد په ځينو ولایتونو کې د واورې او باران د اورېدو اټکل کړی و.