۸صبح، کابل: پنجشېر کې د طالبانو ځایي مسوولان وایي، چې د پنجشېر په دوو ولسوالیو کې د واورې ورېدو او د سختو بادونو لګېدو له امله ۴۷۰ څاروي له منځه تللي دي.
باختر خبري اژانس د طالبانو د طبیعي پېښو ته د پاملرنې رییس له قوله ویلي، چې سربېره پر دې، د ۲۰۰ جریبه ځمکې کرنیز محصولات په پوره توګه له منځه تللي دي.
د طالبانو د دغه مسوول په وینا، د طبیعي پېښو له امله دغه زیانونه د پنجشېر په پریان او ابشار ولسوالۍ کې اوښتي دي.
تر دې مخکې په کونړ کې د طالبانو ځایي چارواکو هم ویلي و، چې د واورې ورېدو له امله لږ تر لږه ۱۲ ماشومان مړه شوي او د خلکو سلګونه څاروي له منځه تللي دي.