۸صبح، کندهار: په کندهار کې سرچینې وايي چې طالبانو د افغانستان سرحدي سیمو ته د پوځي ځواکونو د استولو په موخه، په دې حوزه کې د پوځې برخې لپاره د نویو ځوانانو د جذب بهیر پیل کړی دی.
سرچینو دوشنبه د تلې پر ۱۳مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې طالبان له څو ورځو راهیسې په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې د پوځي برخې لپاره نوی ځوانان جذبوي.
یوه بله سرچینه وايي چې د طالبانو دفاع وزارت په دغو څلورو ولایتونو کې د زرو ځوانانو د جذب بهیر پیل کړی دی.
د سرچینې په وینا، هغه ځوانان چې په دغه بهیر کې جذبېږي، باید د طالبانو یو جنګیالی یې ضمانت وکړي.
دا سرچینه زیاتوي چې د طالبانو بل شرط دا دی چې نوي جذب شوي کسان به له لنډې پوځي روزنې وروسته سملاسي د دندې لپاره سرحدي سیمو ته واستول شي.
ورته مهال یوې بلې سرچینې هم دغه ادعاوې تایید کړې او ویلي یې دي چې نوي جذب شوي کسان به د طالبانو د دفاع وزارت په اړوندو بستونو کې وګومارل شي.





