۸صبح، کندهار: په کندهار کې سرچینې وايي، طالبانو له کابل او د هېواد له یو شمېر نورو ولایتونو کندهار او هلمند ته د سپکو او درنو وسلو په ګډون د پوځي تجهیزاتو لېږد پیل کړی دی.
سرچینو د يکشنبه د تلې پر ۲۶مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې طالبان دغه تجهیزات سویلي ولایتونو ته لېږدوي.
سرچینو د دې لېږد د موخې او د لېږدول شویو وسلو د شمېر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.





