۸صبح، هلمند: په هلمند کې سرچینې وايي، طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې خپل ټول شپني پلټنځایونه ټول کړي دي.
سرچینو يکشنبه د تلې پر ۲۶مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو پلټنځایونه د ورځې له خوا لا هم د ښار په بېلابېلو برخو کې فعال دي؛ خو د دې ډلې جنګیالي د شپې له خوا په خپلو اړوندو پوستو کې پاتې کېږي او د پخوا په څېر په سړکونو کې نه لیدل کېږي.
د سرچینو په وینا، د تېرې اوونۍ په پیل کې موټرسایکلسپرو کسانو د هلمند ولایت د مقام پر ودانۍ څو لاسي بمونه غورځولي دي.
دا پېښه د ولایت مقام د ودانۍ په ختیځه برخه کې شوې ده؛ په هغه ځای کې چې د طالبانو د سترې محکمې ریاست او د دې ډلې د نظامي محکمې اداره ترې یوازې څو متره واټن لري.
سرچینې زیاتوي چې څلور ورځې وړاندې هم موټرسایکلسپرو کسانو د طالبانو د دویمې امنیتي حوزې پر ودانۍ لاسي بمونه غورځولي دي.
خو سرچینو د دغو دوو پېښو د احتمالي مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړي.
دا پېښې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې هم د هلمند په یوه سیمه کې د تریاکو د قاچاق پر سر د طالبانو د غړو ترمنځ په نښته کې د دې ډلې څو جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي وو.





