د روان کال په لومړیو کې د طالبانو مشر د دولتي ادارو د ټولو هغو ښځینه کارکوونکو میاشتنی معاش پنځه زره افغانۍ وټاکه چې د نوموړي په امر په کور کېنول شوي دي. دا ښځې وايي چې په میاشت کې پنځه زره افغانۍ د دوی د ژوند د لګښتونو لپاره بسنه نه کوي او خپلې لومړنۍ اړتیاوې نشي پوره کولای. یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو نفقه برابروونکې دي، په دې تړاو د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د دوی ماشومان د ژمي له یخنۍ او د اړتیا وړ امکاناتو د نشتوالي له امله زیانمن شوي او له جدي خطر سره مخ دي. د پوهنتون هغه استادانې چې د طالبانو له خوا په کور کې پاتې کېدو ته اړ اېستل شوې دي، وايي چې دوی په دې معاش سره ان خپلې علمي مقالې نشي خپرولای. یو شمېر دغه استادنې وايي چې د طالبانو رژیم له هټیوالو پوروړې کړې دي او اوس څوک پور نه ورکوي.
یو شمېر ښځینه دولتي کارکوونکي او د پوهنتون پخوانۍ استادانې چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر په کور کې کېنول شوې دي، د طالبانو د رژیم له خوا په میاشتني ډول د پنځه زره افغانیو د ورکړې په تړاو اندیښنه څرګندوي. دوی وايي چې طالبانو یې دندې ترې اخیستې او خپلو اړوندو جنګیالیو او ملایانو ته یې سپارلې دي. د دوی په وینا، بې کاري او اقتصادي ستونزو د دوی ژوند ستونزمن کړی دی او هغه میاشتنی معاش چې طالبان یې ورکوي، د دوی کوچنۍ اقتصادي ستونزه هم نه حل کوي.
یو شمېر ښځینه کارکوونکې چې د طالبانو په امر په کورونو کې پاتې کېدو ته اړ اېستل شوې دي وايي چې د دې ډلې له لوري پنځه زره افغانۍ ورته د میاشتني معاش په توګه ټاکل شوې دي، چې د کورنیو اقتصاد یې سخت زیانمن کړی او د دوی تر ټولو لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای. دوی زیاتوي چې په دې معاش سره ان د ځان او خپلو اولادونو ژوند نه شي چلولای.
ځینې دغه ښځې، چې د خپلو کورنیو نفقه پیدا کوونکې دي او په کرایي کورونو کې ژوند کوي، شکایت کوي چې دې وضعیت سختې اغیزمنې کړي دي، او یو شمیر یې په ژور خپګان او رواني ناروغیو اخته شوې دي.
د پوهنتونونو یو شمېر ښځینه استادانې وايي چې نشي کولای په پنځو زرو افغانیو خپلې علمي مقالې خپرې کړي. دغه راز، ځینې یې شکایت کوي چې د طالبانو رژیم په تېرو درې نیمو کلونو کې پوروړې کړې دي او معاشونه یې نه دي ورکړي. دوی د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کوي چې د طالبانو د دغه «ظلم» پر وړاندې چوپتیا ماته کړي او د دوی د حقونو د بېرته خوندیتوب لپاره کار وکړي.
دا پخوانۍ استادانې وايي چې دوی د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لري، څو خپلې مقالې خپرې کړي. دوی ټینګار کوي چې نه شي کولی د طالبانو لخوا په ورکړل شوي میاشتني معاش سره د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي. ښځینه استادنې زیاتوي چې دوی په یو ډول هیله له لاسه ورکړې او د خپل کار یا نورو اکاډمیک فعالیتونو د ترسره کولو لپاره هیڅ لېوالتیا یا انګېزه نه لري.
دا استادانې وايي چې د طالبانو لخوا په اکاډمیکو برخو باندې محدودیتونو د ښځو ټولنیز حیثیت زیانمن کړی دی او دوی ته یوازې په میاشت کې یو ځل اجازه ورکول کیږي چې پوهنتونونو ته لاړې شي څو خپله حاضري لاسلیک کړي. دوی وايي چې نور د پوهنتون په چاپیریال کې د ارامتیا او امنیت احساس نه کوي او داسې احساس کوي چې په ټولنه کې یې خپل ارزښتونه له لاسه ورکړي دي.
فریده (مستعار نوم)، چې د پوهنتون پخوانۍ استاده ده، وايي چې د میاشتني معاش له کمېدو وروسته اوس له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ ده. هغه، چې د کورنۍ نفقه برابروونکی ده، وايي: «موږ په میاشت کې یو ځل پوهنتون ته ځو څو خپله حاضري لاسلیک کړو. سړي په حیرانتیا سره ما ته ګوري، حیران دي چې یوه ښځه منع شوې سیمې ته ننوتلې ده. زه هلته ښه احساس نه کوم او دا محرومیت ما ډېره ځوروي.»
د پوهنتون دا پخوانۍ استاده زیاتوي:« لومړی د خپل کوم درد په اړه درته ووایم؟ په هغه ورځ چې د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د کمولو فرمان صادر شو، د همکارانو په واټس اپ ګروپ کې ډېر ناهلي کوونکي پیغامونه استول کېدل. یوه خپلو ورځنیو لګښتونو ته اندیښمن وه، بلې د خپلې نیمګړې درملنې په اړه لیکلي وو، او بلې بیا ویل چې نور دا نشي زغملی او باید ځان وژنه وکړي. په همدې ډول، له هرې همکارې یو تریخ او دردناک پیغام ترلاسه کېده. له اقتصادي ستونزو سره مخ یو. ځینې همکارانې مو په کوردننه او بهر د خپلو خپلوانو له مالي ملاتړه برخمنې دي.»
د پوهنتون یوه بله استاده چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وایي چې مېړه یې په تېر حکومت کې د قاضي په توګه کار کاوه، خو د طالبانو په واکمنېدو سره یې خپله دنده له لاسه ورکړه او بې کاره شو. هغه زیاتوي چې هغه معاش چې پخوا ورته د پوهنتون لخوا ورکول کېده، د دوی د ژوند اړتیاوې یې تر یوه بریده پوره کولې، تر هغې چې طالبانو پنځه زره افغانیو ته د ښځینه کارکوونکو د معاشونو د راټیټولو امر صادر کړ.
دغه استاده، چې د مالیزیا له یوه معتبر پوهنتونه د ماسټرۍ سند لري، وايي چې خپل اکاډمیک خدمتونه یې روان ساتلي او پر څېړنو، لیکنې او ژباړو بوخته ده. دا ښځه وايي چې د ښځو د زده کړې کچه، وړتیا او تجربه طالبانو ته هیڅ ارزښت نه لري.
د پوهنتون دغه استاده وايي چې له شپږو میاشتو زیاته موده کېږي چې طالبانو هماغه پنځه زره افغانۍ هم نه دي ورکړي او په دې ساړه ژمي کې ان د خپل کور د ګرمولو وس هم نه لري. هغه زیاتوي:« له دې امله چې ما د جوزا په میاشت کې خپل ټول معاش ترلاسه کړې و او په همدې میاشت کې د معاش د کمولو امر صادر شوی و، نو زه د طالبانو پوروړې شوم. اوس، له شپږو یا اوو میاشتو راهیسې دوی زما د پور له امله ان هماغه پنځه زره افغانۍ هم نه دي راکوي.»
دا پخوانۍ استاده وايي، «کله چې زما ماشوم رانه یو څه وغواړي او زه یې غوښتنه نه شم پوره کولای، دا تر ټولو سخت حالت دی چې زه یې زغمم. ما په افغانستان کې د علمي کادر د غړې په توګه کار او خدمت کړی او خپل عمر مې په دې برخه کې تېر کړی دی، خو د طالبانو په راتګ سره زما ټولې هڅې ضایع شوې دي. زموږ ډېری استادانې پر خپګان اخته شوې دې او ان تېره اوونۍ زموږ دوه استادانې د زړه د حملې له امله مړه شوې، چې یو یې د سرپل ولایت وه.»
بنفشه (مستعار نوم) چې د یوه دولتي پوهنتون پخوانۍ تدریسي مدیره وه، وايي چې ښځې په ډېرو مهمو برخو کې کار کاوه. هغه زیاتوي چې دې د تدریسې مدیرې په توګه کار کاوه، چې په حقیقت کې تدريسي مدیریت د پوهنتونونو د ملا تیر دی.
دا مېرمن وايي چې نوموړې د خپل کار په ډګر کې کافي سابقه او تجربه لري او اوسمهال د خپل کار دوام ته سخته اړتیا لري. دا ټینګار کوي چې طالبانو د ښځو پر ځایونو خپلو ناپوه او نالوستي کسان ګومارلي او دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې کار ته لاړې شي او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، داسې چې نشي کولای خپل میاشتني معاشونه په معمول ډول ترلاسه کړي.
بنفشه وايي: پخوا، موږ نسبتا ښه معاشونه لرل. په څلورم بست کې مو ۱۲۰۰۰ افغانۍ معاش اخیست، چې بالاخره مو په پای کې ۴۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکوله او په ۸۰۰۰ افغانیو سره موږ په نسبي ډول خپلې نورې اړتیاوې پوره کولای شوې. اوس چې موږ پنځه زره افغانۍ معاش ترلاسه کوو، د ستونزو په حل کې مو هېڅ مرسته نه کوي او خدای شاهد دی چې موږ له ډېر سخت او ستونزمن وضعیت سره مخ یو.»
ځینې نورې ښځې چې د ښځو چارو وزارت په ګډون یې په دولتي ادارو کې کار کاوه، وايي چې دې بې عدالتۍ او ښکاره تبعیض دوی له لویو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې طالبانو په زور ښځې له خپلو دندو محرومې کړې او په کور کې پاتې کېدو ته یې اړ کړې دي او اوس یې د دوی د معاش په کمولو سره د دوی او د دوی د ماشومانو په حق کې لویه جفا کړې ده. د دوی په وینا، طالبان هڅه کوي چې همدا معاش هم پرې په بشپړ ډول بند کړي.
مریم (مستعار نوم) چې د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې ده، وايي چې په دې ساړه ژمي کې لګښتونه زیات شوي او دا د سونګ توکو، د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو او ګرمو جامو د پېرلو توان نه لري. هغه زیاتوي چې ژمی به ورته ستونزمن وي او اندیښمنه ده، چې څنګه به له دغو ستونزو سره مقابله کوي.
مريم وايي، «تاسو ښايي باور ونه کړئ چې زه څومره اړمنه او محتاجه شوې یم. له بې وزلۍ او تنګسې سره مخ یو او د ټولو هغو کارکوونکو کورنۍ چې معاشونه یې کم شوي دي له ډېرو ننګونو سره مخ دي. کاش چې لږ تر لږه زموږ میړونه کار ومومي چې د ژوند له لګښتونو مو زړه ډاډه وي.»
عاطفه (مستعار نوم)، چې د کابل په یوه ښوونځي کې خدمتي کارګره ده، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې ډېرې ستونزې لري. هغه زیاتوي چې اووه اولادونه لري چې یو یې ناروغ دی او که درمل ونه خوري نو حمله پرې راځي. عاطفه وايي: «زه په یوه ښوونځي کې صفاکاره یم، تقریباً څلور زره افغانۍ معاش راکوي.له دغو څلورو زرو ۱۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکوم او زما د ژوند ستونزې ډېرې دي. حیرانه یم چې په ژمي کې د کرایې ورکولو لپاره څه وکړم. د سون توکو بیه دومره لوړه ده چې زه یې نشم اخیستلای.»
تر دې وړاندې هغو ښځو چې په افغانستان بانک کې یې کار کاوه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو په ځانګړې توګه د بانک د کارکوونکو پر ستونزمن وضعیت اندیښنه څرګنده کړې ده.
د روان کال په غبرګولي میاشت کې د طالبانو مشر امر وکړ چې د دولتي او غیر دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو معاشونه چې په کور کېنول شوي دي، پنځه زره افغانیو ته راټیټ شي. د طالبانو د چارو ادارې اعلان کړی و چې دا پرېکړه به په ټولو ادارو کې په مساوي ډول پلې شي او په دې برخه کې به هیڅ استثنا نه وي. خو څه موده وروسته، د هغو ښځینه ښوونکو معاشونه چې عملاً تدریس کوي، له دې قاعدې استثنا اعلان شول.





