د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین په ملاتړ د دفاعي اتحاد د پیاوړي کولو په موخه سره وکتل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پنجشنبه د فبرورۍ په نهمه په یوه ټویټ کې د دغې لیدنې خبر ورکړ.
بلینکن وویل: «متحده ایالات او ناټو د اوکراین په ملاتړ سره متحد دي، ځکه اوکراین د روسیې د تېري کوونکي جګړې په وړاندې له ځانه دفاع کوي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو له عمومي منشي سره د خپلې غونډې په اړه نور جزئیات ورنهکړل.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، چې په بریتانیا کې دی له دغه هېواده د جنګي الوتکو غوښتنه کړې ده.
فایننشل ټایمز راپور ورکړی، چې ډاونینګ سټریټ د برتانیې دفاع وزارت ته امر کړی چې اوکراین ته د کومو جنګي الوتکو د ورکولو په اړه ارزونه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د روسيې پروړاندې د اوکراين د تجهيزاتو او وسلو د ورکولو هڅې ګړندۍ شوې دي.